کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): د سولې شورا د دارالانشا مشر سبا چين ته ځي، تر څو افغانستان کې د سولې لپاره سيمه ييزه اجماع ټينګه کړي او پاکستان د چين له لارې وهڅوي چې طالبان خبرو ته چمتو کړي.
د سولې د عالي شورا وياند سيد احسان طاهري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازی او د سولې دعالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی به سبا په يو درې ورځني سفر چين ته ولاړ شي.
دی وايي، د داوودزي لومړی سفر پاکستان ته و چې له امله يې د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان د ټولو اړخونو په ليدلوريو کې ښکاره بدلون راغى، خو اړينه ده چې پاکستان کومې ژمنې کړي هغه په صادقانه ډول پلې کړي.
د ده په وينا، داوودزی به چين ته په سفر کې د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د ټينګښت په موخه د چين د بهرنيو چارو له وزير، د افغانستان په چارو کې د چين له ځانګړي استازي او نورو حکومتي چارواکو او ګوندي استازو سره وګوري او له نورو څېړنيزو او بېلابېلو بنسټونو سره به ازاد بحثونه ولري.
طاهري وايي:"دا سفر دوه اجنډاوې لري، دا چې چين له اقتصادي او پوځي پلوه په نړۍ کې ځانګړى ځای لري، زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې په تړاو له سيمه ييزې اجماع عملي ملاتړ وکړي، او دويم دا چې موږ له چين څخه غواړو چې دوی د پاکستان له لارې د افغان طالبانو مشرباته چې په پاکستان کې مېشت دي له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته وهڅوي."
د ده په وينا، چين او پاکستان يو له بل سره ډېرې نږدې اړيکې لري؛ نو ځکه په دې برخه کې چين د پام وړ رول لوبولى شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن