ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د اروزګان ـ کندهار د لويې لارې امنيت لپاره پلان جوړ شوى

چارواکي: د اروزګان ـ کندهار د لويې لارې امنيت لپاره پلان جوړ شوى

author avatar
22 Jan 2019 - 16:21
چارواکي: د اروزګان ـ کندهار د لويې لارې امنيت لپاره پلان جوړ شوى
author avatar
22 Jan 2019 - 16:21

ترينکوټ ( پژواک، ۲ سلواغه ۹۷) : د اروزګان امنيتي مسوولين وايي چې پلان لري ددغه ولايت او کندهار ترمنځ لويه لاره امن او ټولو خلکو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي.

څه باندې يوکال کېږي چې طالبان د يادې لويې لارې يو شمېر سيمې په خپل کنټرول کې لري، د دولتي مامورينو، نظامي ځواکونو او د هر ډول دولتي اکمالاتو پرمخ ياده لار تړلې ده.

په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان ډګروال عبدالولي حقمل چې نن ددغې  لويې لارې سرخوبي سيمه کې د شپږ کنډک د لسګونو سرتېرو د تقدر لپاره تللى و، پژواک اژانس ته وويل ، پلان لرې چې په نږدې ورځو کې دغه لويه لاره امن او خلکو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه، د يادې ۷۵ کيلومتره لارې زياته برخه يې اوس هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده، خو طالبان يواځې په دوه کيلو متره ساحه کې خلکو ته ستونزې جوړوي.

حقمل وايي، طالبانو څو ځلې هڅه کړې چې د دوی پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي او لاره کنټرول کړي، خو په دې کار کې بريالي نه شول.

د لوا قوماندان وايي،له همدې امله نن هغه لسګونه سرتېري تقديريږي چې د لارې په امن کولو کې يې زيار ايستلى دى.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژره به يې پر وړاندې خنډونه لرې او د ټولو کسانو پر مخ به دغه لويه لاره امن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.