کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): وسله والو طالبانو د خپلې ډلې د مرستيال ملا يعقوب د وژل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.
ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې د طالبانو د ډلې مرستيال ملا محمد يعقوب د پاکستان په پېښور ښار کې لومړى نادرکه شوی او بيا وژل شوى دى.
خو د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځينو کړيو د پروپاګند ناکامه او نامراده هڅه پيل کړې ده.
سرچينې زياته کړې: ((موږ دغه افواه په کلکه ردوو، د اسلامي امارت مرستیال الحمدالله جوړ او روغ دی، هېڅ ستونزه ورته نه ده پېښه شوې، هغه په خپلو کارونو بوخت دی.))
طالبانو خپلو ټولو پلويانو ته ډاډ ورکړی چې نه په دې اړه کوم تشویش وکړي او نه هم دغه ډول پروپاګند ته کوم اهمیت ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن