ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: د دوو پاکستانيانو په ګډون مو درې ځانمرګي نيولي

ملي امنيت: د دوو پاکستانيانو په ګډون مو درې ځانمرګي نيولي

author avatar
23 Jan 2019 - 15:25
ملي امنيت: د دوو پاکستانيانو په ګډون مو درې ځانمرګي نيولي
author avatar
23 Jan 2019 - 15:25

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د ننګرهار د ملي امنيت رياست وايي، په جلال ښار کې يې پر يوې مهمې دولتي ادارې د ډله ييز بريد مخه نيولې او د دوو پاکستانيانو په ګډون يې د دغه بريد درې ځانمرګي بريدګر نيولي دي.

ياده اداره دغه راز د وسلو د قاچاق، له وسله والو سره د اړيکو او انسان تښتونې پېښو په تړاو د درېيو نورو کسانو د نيول کېدو خبره هم کوي.

د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري د سلواغې په ۳مه نېټه نيول شوي ټول کسان، وسلې او مهمات رسنيو ته وښودل شول.

د ملي امنيت رياست په يو بيان کې چې پژواک ته را استول شوی راغلي، د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی غلام جان او د پاکستان اوسېدونکي ساجد او مسلم يې جلال اباد ښار کې پر يوې مهمې دولتي ادارې د ډله ييز بريد په تړاو نيولي دي.

د خبرپاڼې په حواله، نيول شوو کسانو چې ورسره د ځانمرګو بريدونو دوه واسکټونه، د ماين کپسولونه، کمپيوټر او نور وسايل هم نيول شوي، غوښتل يې پر يوې مهمې دولتي اداره بريد وکړي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د ملي امنيت موظفينو د يو لړ ځانګړو عملياتو پر مهال د مومنددرې ولسوالۍ ګردي غوث سيمه کې له يو کور څخه ۲۴ ميله کلاشينکوفونه، ۱۰ ميله تومانچې، زرګونه مرمۍ، شاجورونه، د موټرو جعلي نمبر پلېټونه او نشه يي توکو هم ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې دا هم راغلي، د بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو تالاشۍ پوسته کې يې له يو موټر څخه ۳۵ ميله تومانچې ترلاسه کړي او دغه راز يې سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو يو فعال غړی او جلال اباد ښار کې يې د انسان تښتونکو د ډلې يو غړی هم نيولي دي.

د يادولو ده، پرون هم په ننګرهار کې د ملي اردو ځواکونو له لورې هم له يو کرولا موټر څخه ۳۷ ميله تومانچې تر لاسه شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.