کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): ولسمشر غني د ميدان وردګو پېښې د وړمې ورځې د ټپيانو پوښتنه وکړه او د ملي امنيت رياست چارواکو ته يې وويل چې ملي امنيت بايد نهاد محوره شي او دغه اداره بايد تحرک او دايمي پرمختګ ولري.
د ولسمشرۍ ماڼي په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ملي امنيت د شش درک قرارګاه ته ولاړ او په ميدانښار کې د تېرې ورځې بريد په اړه د ملي امنيت له رهبري پلاوي او منسوبينو سره يې خپله خواخوږي وښوده.
وسله والو طالبانو وړمه ورځ سهار ۷:۳۰ بجې د ميدان ښار په باغ زنانه سيمه کې د ملي امنيت د ولسي پاڅون کوونکو پر مرکز د هاموې زغروال ټانک پر مټ بريد وکړ.
امنيتي چارواکي وايي، په بريد کې د ملي امنيت ۳۶ ولسي پاڅون کوونکي ووژل شول او ۵۸ نور ټپيان شول.
د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی او د دې ډلې وياند ذبېح الله مجاهد ادعا کړې چې په دغه بريد کې يې د ملي امنيت ۹۰ سرتېري وژلي او ۱۰۰ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ملي امنيت د هغو ټپي منسوبينو چې وړمه ورځ د ميدان ښار په بريد کې ټپيان شوي وو، د غازي امان الله خان له روغتون څخه ليدنه وکړه، د هغوی سرښندنې او زړورتياوې یې وستايلې او معالجو ډاکټرانو ته يې سپارښتنه وکړه چې د ټپيانو د درملنې په موخه دې هېڅ راز هڅې نه سپموي.
همداراز سرچينه زياتوي چې ولسمشر د ملي امنيت چارواکو ته وويل: "زموږ ملي امنيت بايد تحرک او دايمي پرمختګ ولري، ځکه له متحرک او فعال ملي امنيت پرته د خلکو هيلې نه شي ترلاسه کېدای."
ولسمشر غني څرګنده کړه، ملي امنيت بايد نهاد محوره شي، څو د افغانستان لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې تامين کړي.
هغه زياته کړه، پر ملي امنيت شوې هر اړخيزه پانګونه به دوام ومومي.
غني وايي: ((افغانستان د ټولې نړۍ د امنيت بيمې لومړۍ کرښه ده او له نړۍ سره زموږ پايداره اړيکې د همدې قربانۍ محصول دي.))
ولسمشر زياتوي، هغه عمليات او نيونې چې د ملي امنيت د راپورونو پايله وه، ښې لاسته راوړنې دي او نن خلک ډاډه دي چې د تروريستي پېښو عاملان به خپله سزا وويني."
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزي، عبدالمتين ګوهر، عبدالجليل ظاهر، احمد ضيا سراج او بشيراحمد خبرې وکړې او د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د جمهور رييس د همېشنۍ څارنې او ملاتړ مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن