ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د کندوز خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي یو

چارواکي: د کندوز خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي یو

author avatar
23 Jan 2019 - 12:17
چارواکي: د کندوز خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي یو
author avatar
23 Jan 2019 - 12:17

کندوز (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): د کندوز حکومتي چارواکي اعتراف کوي چې د دغه ولايت د امنيت په تامين او د جنايي پېښو د مخنيوي په برخو کې پاتې راغلي، بل لور ته خلک هم وايي چې په دې وروستيو کې وسله والې غلاوې، وژنې او تښتونې ډېرې شوې دي.

په کندوز کې د وروستيو نا امنیو په اړه د ولايتي شورا غړو، حکومتي مسوولينو او عامو خلکو تېره ورځ ناوخته ګډه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د کندوز ښار اوسېدونکي او سوداګر ضياءالحق وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.

هغه وايي: ((پوليس ټوله ورځ په ښار کې پر دې بوخت دي چې څنګه ځان ته پيسې پيدا کړي، مسوولين يې هم بې کفايته دي، له حکومتي مشرانو غواړم چې د کندوز پر حالت نور رحم وکړي.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسيدونکي تاج بېګ وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې څلور کسان تښتول شوي دي.

ده وويل چې په کندوز ښار کې وسلې غلاوې، تښتونې، وژنې او نور جنايي جرمونه خپل اوج ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((که مسوولين هر څه ژر د نا امنۍ مخه ونه نيسي، نو موږ به په لاريونونو لاس پورې کړو.))

د دې غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې.

همدارنګه د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي د کندوز ملکي او پوځي چارواکي پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل چې د کندوز د امنيت ټينګښت يوې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

ايوبي زياتوي: ((نا امني، وژنې، اختطاف او جنايي جرمونو کچه ډېره لوړه شوې، که امنيتي ځواکونه جدي اقدام ونه کړي، د ښار او د امنيتي ادارو دروازې به وتړو.))

د غونډې په پاى کې د کندوز ولایت سرپرست حشمت الله رحيمي ومنله چې دوى د خلکو د امنيت په تامين کې پاتې راغلي دي.

دى وايي: ((موږ کوښښ کوو چې امنيت تامين کړو، خو متاسفانه زموږ سرتېري او په ځانګړي ډول د پوليسو ډېره برخه د جګړې په لومړۍ کرښه کې مصروف دي نو ځکه ښار کې يو څه امنيتي ستونزې شته دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.