ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کندهار د خرقې د یوه متولي په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي

​د کندهار د خرقې د یوه متولي په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي

author avatar
23 Jan 2019 - 16:11
​د کندهار د خرقې د یوه متولي په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي
author avatar
23 Jan 2019 - 16:11

کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د کندهار د خرقې مطهرې د پېښې په تړاو د دغه زیارت د متولي محمد نسیم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان له سپکو او درنو وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

د کندهار د والي ویاند عزيزاحمد عزیزي د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان له هغه وروسته ونیول شول چې د دغه زیارت د دوو متولیانو محمد نسیم اخندزاده او مسعود اخندزاده ترمنځ چې دواړه وروڼه هم دي، لومړی لفظي شخړه او بیا وسله واله نښته رامنځته شوه.

په دې نښته کې یو کس ټپي شوی هم دی.

دی زیاتوي، پولیسو د خرقې مطهري د متولي محمد نسیم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان له سپکو او درنو وسلو سره نیولي او پوښتنې ورڅخه پیل شوې دي.

د ده په خبره، د دې موضوع د څېړنې په موخه د ولایتي ادارې له خوا یو ګومارل شوی پلاوی هم په کار بوخت دی.

د خرقې د دوو متولیانو ترمنځ تېره ورځ غرمه مهال د مالي مسایلو پر سر سخړه وشوه چې بیا پولیسو مداخله وکړه، سیمه یې کلابنده کړه او د دواړو متولیانو اړوند وسله وال کسان یې بې وسلې کړل.

سرچینې وايي، د دغو دواړو وروڼو ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د مالي مسایلو پر سر اختلافات دي چې پر وسله واله نښته واوښتل.

په خپله مسعود اخندزاده د سولې او شخړو د حل په برخه کې د ولسمشر سلاکار هم دی.

باوري سرچینې وايي، د خرقې مطهرې د زیارت لپاره ځانګړی ریاست رامنځته شوی چې هره میاشت ځانګړې بودجه ورکول کېږي.

دغه سرچینې وايي، د دواړو متولیانو ترمنځ اختلافات او وسله واله نښته د همدې بودجې د ونډې پر سر وه.

د کندهار ښار په زړه کې ولایت مقام ته څېرمه دغې پېښې خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار ښار د همدې سیمې یو اوسېدونکی نذیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډېر بده او له شرمه ډکه ده چې د یوه تاریخي زیارت د ساتلو واک داسې کسانو ته ورکړل شوی چې د مالي مسایلو او ونډې پر سر وسله واله نښته کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.