ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د فرهنګي ودې په برخه کې پانګونه کوي

حکومت د فرهنګي ودې په برخه کې پانګونه کوي

author avatar
23 Jan 2019 - 09:50
حکومت د فرهنګي ودې په برخه کې پانګونه کوي
author avatar
23 Jan 2019 - 09:50

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني وايي، حکومت په پام کې لري چې د هېواد خپلواکۍ سلمې کلیزې نمانځنې په ویاړ د وروستیو سلو کلونو اثار بیا چاپ او پر درېیو ملي ژبو پانګونه وکړي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د هېواد له یو شمېر لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګیانو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې کتنې په پیل کې اسدالله غضنفر، سید حسین فخري، استاد حبیب الله رفیع، عزیزالله ارال، نجیب الله منلي، عبدالغفور ارزو، حلیم تنویر، ارینزي، قنبرعلي تابش او حبیبي په تفصیلي ډول خبرې وکړې او فرهنګ او ادب ته یې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.

دغه فرهنګیانو د فرهنګی وضعیت، د متون کتابونو د چاپ او په پښتو، دري او ازبکي ژبو د قاموس جوړولو د طرحې په اړه ولسمشر ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

ولسمشر دغه راز وویل، فرهنګي انقطاع باید له منځه ولاړه شي او ادبي غونډې دې په ټولنه کې شکل غوره کړي.

ولسمشر له فرهنګیانو وغوښتل چې د ازبکي، دري او پښتو ژبو پر خپلمنځي اړیکو هم کار وکړي.

همداراز نوموړې وويل: ((موږ اوس د یو بل منلو د فرهنګ درک ته اړتیا لرو او باید زموږ د تېر فرهنګ او تاریخي شخصتونو یو تصویر موجود وي، دغه راز به په دې برنامه کې د ښځو ادبیاتو ته هم پاملرنه کېږي.))

ولسمشر زياته کړه چې حکومت فرهنګي ودې ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې به پانګونه وکړي، هغه دغه راز له فرهنګیانو وغوښتل چې د فرهنګي اتشو، ښوونیز نصاب او فرهنګي برنامو په اړه خپل نظریات شریک کړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اماني دورې تاریخي اثار او اماکن لکه د پغمان، جبل السراج، چهلستون، کلوله پشتې او د دارالامان ماڼۍ د بیارغاونې په حال کې دي.

د هغه په وينا، د مرزا عبدالقادر بیدل مقبره هم د افغان حکومت له لوري بیارغول کیږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.