ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېیو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د درېیو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

author avatar
23 Jan 2019 - 12:21
د درېیو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې
author avatar
23 Jan 2019 - 12:21

کابل(پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنجشېر، کاپیسا او سرپل ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د دغه کمېسیون د پرېکړې په اساس، له پنجشېر ولایته ولسي جرګې ته حاجي ظل محمد زلمی نوري د (۸۴۵۶) رایو او قاضي راحله سلیم د (۱۵۷۷) رايو په ترلاسه کولو بریالي شوي دي.

هغه زیاته کړه، له کاپیسا ولایته ولسي جرګې ته میردادخان نجرابي د ‍(۵۸۴۹) رایو، انجنیر میر حیدر افضلي د (۵۳۷۰) رایو، جنرال اقبال صافي د (۵۳۵۵) رایو په ترلاسه کولو او خدیجه الهام خلیلي د (۱۳۷۸) رایو په ترلاسه کولو ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په سرپل ولایت کې محمد اکبر سلطان زاده د (۹۲۴۲) رایو، سید محمد حسن شریفي بلخابي د (۷۳۵۸) رایو، الحاج حمیدالله بېګ د (۶۲۶۰) رایو، حاجي سید حیات الله عالمي د (۵۷۴۶) رایو او عزیزه جلیز د (۶۰۱۵) رایو په ترلاسه کولو د ټاکنو کمېسیون له خوا بریالي نوماندان اعلان شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون رییس په دې اړه چې د نورو ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې څه وخت اعلانېږي؟ وویل، هر مهال چې د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون د نورو ولایتونو لېست وروستی کړي او له دغه کمېسیون سره یې شریک کړي، دوی به یې له ځنډ پرته اعلان کړي.

صیاد زیاته کړه: ((د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون غواړو چې د ټاکنو کمېسیون له جدول سره سم ژر تر ژره د خلکو شرایطو ته رسېدنه وکړي او پایلې یې موږ ته وسپاري چې د نورو ولایتونو پایلې هم د افغانستان له ملت سره شریکې کړو څو دوی ډاډه شي.))

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې بریالیو نوماندانو ته د خدمت کولو او بریالیتوب غوښتنه وکړه او ناکامو نوماندانو یې وغوښتل ‎چې د قانون خلاف عمل ونه کړي، بلکې خپلې غوښتنې له قانوني لارو تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، اروزګان، زابل او نیمروز ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې.

د ولسي جرګې د ټاکنو په مهال وېش کې د دې جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د لړم ۱۹ مه او د وروستیو پایلو لپاره د قانون له مخې تر لومړنیو پایلو یوه میاشت وروسته وخت ټاکل شوی و، خو وروسته یاد کمېسیون وویل چې د تخنیکي ستونزو، له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د موادو انتقال او زیاتې پاک کارۍ ته د اړتیا له امله د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لیندۍ پر دویمه او د کابل ولایت د همدې میاشتې پر ۱۰ مه اعلانېږي.

خو د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د مرغومي تر ۲۴ مې علان کړې.

د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د درېیو نورو ولایتونو د وروستیو پایلو د اعلان خبر ورکوي چې د کابل یو شمېر معترضونو نوماندانو او د دوی پلویانو د کابل ښار څلور دروازې د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ وتړلې او د دغه ولایت د رایو د باطلېدو غوښتنه یې وکړه.

د ټاکنو کمېسیون رییس د راتلونکو څلورو ټاکنو لپاره د حکومت له خوا د بودیجې د نه ورکولو څخه په اندېښنه وویل: ((افغان حکومت او نړیوال ډونران دې د راتلونکو څلورو ټاکنو لپاره ژر تر ژره ډاډ راکړي، د بودیجې برابرول د دولت دنده ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.