د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دوو معترضو نوماندانو پلویانو د ټاکنو په پایلو کې د عدالت غوښتنه وکړه

د دوو معترضو نوماندانو پلویانو د ټاکنو په پایلو کې د عدالت غوښتنه وکړه

Jan 23, 2019 - 19:25

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې د دوو نوماندانو پلویانو په کابل کې د څه وخت لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او یوناما دفتر دروازې وتړلې او د ټاکنو په پایلو کې یې د عدالت  غوښتنه وکړه.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه ترسره شوې. کمېسیون له درې میاشتې ځنډ وروسته د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

نن سهار د لوګر ولایت د نوماند سید فرهاد اکبري لسګونه پلویانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دروازه او د کوچیانو د حوزې د نوماندې نسیمې نیازۍ لسګونه پلویانو په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه وتړله.

سیدفرهاد اکبري ادعا کوي چې د ده ترلاسه کړي اسناد ښيي چې په لوګر کې یې زیاتې رایې ترلاسه کړې، خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو د سلګونه زرو ډالرو په اخیستو ناکام کسان بریالي اعلان کړي دي.

هغه وویل: ((موږ د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخې ته راټول شوي یو څو زما لپاره د دوی له استفاده شوو رایو دفاع وکړو، او څو مو چې خپل حق نه وی ترلاسه کړی، اعتراض ته دوام ورکوو.))

هغه له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره د پیسو د اخیستو او په ټاکنو کې د ستونزو د رامنځته کېدو له امله قانوني چلند وکړي.

په همدې حال کې، د ولسي جرګې ټاکنو ته د کوچیانو له حوزې نوماندې نسیمې نیازۍ له خپلو پلویانو سره د یوناما دفتر مخې ته اعتراض کړی وو او د کوچیانو حوزې د رایو د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله.

هغې هم ادعا وکړې چې په دې ټاکنو کې د ځينو مشخصو نوماندانو رایې په کمېسیون کې د پیسو په زور څو برابره زیاتې شوې دي.

نیازۍ زیاته کړه: ((په لوګر، کابل، کاپیسا او ننګرهار کې ۲۰۰۰ رایې ترلاسه کړې، خو اوس کمېسیون هغه رایې ۵۰۰ اعلان کړې دي.))

هغې هم وویل چې د درغلۍ په اړه اسناد لري چې نوموړې په اصل کې ګټونکې وه، خو پر ځای یې بل کس بریالی اعلان شوی دی. 

هغې زیاته کړه: ((موږ د یوناما دفتر مخې ته چې د افغانستان د ټاکنو ملاتړ کوونکی دی، راټول شوي یو څو دغه دفتر د ټاکنو په کمېسیون کې له روانو بې عدالتیو خبر کړي.))

هغې له یوناما دفتره وغوښتل چې نور د ټاکنو په نوم له افغان حکومت او ټاکنو کمېسیون سره هېڅ مرسته ونه کړي.

د ټاکنو کمېسیون مسوولانو ویلي چې معترض نوماندان دې په ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه شته اسناد د ټاکنیزو کمېسیونونو او په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره شریک کړي څو دوی ورته رسېدنه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د معلوماتو په اساس، د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه یې نږدې ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت کړي او هغه ته د رسېدو چارې روانې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement