جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): په لغمان کې د قومي خلکو په منځګړتوب د ولايتي شورا د يو پخواني او يو اوسني غړي ترمنځ څلور کلنه دښمني ختمه او سره پخلا شول.
د شورا د دغو دوو غړو اجمل وفا او محمد يوسف ملنګ زوی ترمنځ دښمني څلور کاله وړاندې هغه مهال پيل شوه چې د مرکز مهترلام ښار اړوند عصمت چوک کې د دواړو وکيلانو د کورنيو د غړو لفظي شخړه پر وسله واله نښته واوښته او ۹ کسانو ته په کې مرګ ژوبله رامنځته شوه.
په دې نښته کې د ملنګ زوی کسانو د اجمل وفا د کورنۍ په ګډون د دوو نورو کورنيو څلور غړي ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
که څه هم وروسته محمد يوسف ملنګ زوی د يادې قضيې په تړاو پر بند محکوم شوی و او تر اوسه په بند کې و خو د دواړو لورو ترمنځ تربګني موجوده وه.
خو په دې وروستيو کې د ولايتي شورا د رييس عتيق الله عبدالرحيمزي په مشرۍ يو شمېر قومي مشرانو د دواړو لورو ترمنځ روغه جوړه وکړه .
د لغمان مرستيال والي شهزاده مظلوم یار وویل چې د ولایتي شورا د دوو غړو اجمل وفا او یوسف ملنګ زوی ترمنځ ستونزه څلور کاله مخکې رامنځته شوې وه چې څلور کسان په کې وژل شوي وو.
د ستونزې د حل کمېسيون غړي او ولایتي شورا رييس عتیق الله عبدالرحیمزي په تېرو څو کلونو کې دې ورته ۷۰ قضيې د قومي منځګړتوب له لارې حل کړې دي.
نوموړي هيله وښوده چې په هېواد کې شته ټولې شخړې د جرګو له لارې حل شي.
د ولايتي شورا پخواني غړي يوسف ملنګ زوی چې د پېښې اصلي لامل ګڼل کېده، د ولايتي شورا د رييس او نورو قومي مشرانو دغه منځګړتوب د يوې لویې دښمنۍ د پای ته رسېدو لامل ياد کړ.
د اجمل وفا د کورنۍ غړي داکتر عتیق الله وویل وینه په وینه نه پاکېږي او د پاک خدای د رضا لپاره يې یوسف ملنګ زوی ته ابرا ورکړه او د ورورۍ لاس يې ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن