ميدان ښار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښارکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې شپږ ښکاریان چې غره ته د ښکار لپاره تللي وو، وژل شوي او یو بل کس ټپي دى.
د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه تېره ورځ درې بجې د کهنه خمار سيمې د "ُکنډا" په غره کې رامنځته شوه.
هغه زياتوي، په وژل شوو کې يو پنځلس کلن ماشوم او د هغه پلار شامل دي.
د ده په وينا، ياد وژل شوي کسان تر ماښامه پورې په غره کې له دې امله پراته وو چې په هوا کې د بهرنيو ځواکونو الوتکې ګرځېدې او د دې وېره وه چې بيا هم دغه الوتکې هوايي بريد ونه کړي.
هوتک پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې په ميدان وردګو کې دې د ړندو بمباريو پوښتنه او مخنيوی وکړي او د جګړې غچ دې له ملکي وګړو نه اخلي.
په سيمه کې عيني شاهد محمد عمر امرخېل وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او بېوزلي خلک وو چې د ښکاره لپاره له چره يي ټوپک سره غره ته تللي وو.
خو د ميدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول مُحب الله شريف زي پژواک ته وويل چې شپږ وژل ټول وسله وال طالبان دي.
هغه زياتوي، ياد کسان له ډېرې مودې راهيسې د دوی تر تعقيب لاندې وو او تېره ورځ په هوايي بريد کې ووژل شول.
وسله والو طالبانو د جلريز ولسوالۍ د بريد په اړه څه نه دي ويلي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه ګډو ځواکونو د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ اړوند د بلندکاش سيمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپې وهلې، درې ملګي وګړي يې وژلي او درې نور يې له ځان سره بيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن