ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پوځ يوه جیټ الوتکه لوېدلې ده

د پاکستان د پوځ يوه جیټ الوتکه لوېدلې ده

author avatar
23 Jan 2019 - 14:43
د پاکستان د پوځ يوه جیټ الوتکه لوېدلې ده
author avatar
23 Jan 2019 - 14:43

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): د پاکستان د پوځ اړوند يوه جيټ الوتکه په بلوچستان ايالت کې غورځېدلې او پيلوټ يې هم مړ شوى دى.

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د هوايي ځواک د مطبوعاتي دفتر په حواله د سلواغې په ٣مه خبر خپور کړى چې دا پېښه نن د بلوچستان ايالت د مستونګ سيمې په  کډ کوچه سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د پوځ يوه (اېف ٧ پي جي) ډوله الوتکه په رونيز پرواز بوخته وه چې په ياده سيمه کې پرې اور لګېدلى او غورځېدلې ده.

د پاکستان د پوځ هوايي ځواک ويلي چې په دې پېښه کې د الوتکې پيلوټ وژل شوى او په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.