کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په منځنۍ کچه هر کال په دغه ولايت کې ۱۳۵۰ ټنه کبان تولیدېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت په ٦٠٠ جريبه ځمکه کې د کبانو ۳۶۰ فارمونه دي چې هر کال د شاوخوا ۱۳۵۰ مټریک ټنه کبانو د توليد وړتيا لري.
سرچينه زياتوي چې دغه رياست په هلمند کې د کبانو د فارمونو لرونکو ته اړین تخنیکي او علمي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او دغه کار په دې برخه کې اغېزمن واقع شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټول هېواد کې دوه زره د کب روزنې فارمونه دي او له دغو فارمونو څخه هر کال شاوخوا لس زره ټنه کبان تولیدېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو فارمونو ډېر په کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن