د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني نړيوال اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سويس ته ولاړ

ولسمشر غني نړيوال اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سويس ته ولاړ

Jan 23, 2019 - 12:32

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧) : ولسمشر محمد اشرف غني ولسمشر غني نړيوال اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سويس ته ولاړ.

له ارګه د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د نړیوالې اقتصادي غونډې په درېيمه ورځ چې سبا د سلواغې په ٤مه ترسره کېږي،  ګډون کوي.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سویس هېواد ډيووس ښار ته ورسېد.‎

ارګ وايي چې ولسمشر به د خپل دغه سفر په لړ د افغانستان د راتلونکي اقتصادي محور په اړه په جوړ شوي بحث کې د ګډون سربېره د افغانستان د اقتصادي ودې او په سيمه ييز اتصال کې د هغې د بارز رول په اړه خبرې وکړي.

دغه راز ولسمشر ياد ښار ته له رسېدو سره به د نړیوالې اقتصادي مجمع د رئیس له لورې د نړۍ اقتصادي رهبرانو لپاره په برابره شوې مېلمستيا کې هم ګډون وکړ.

د يادونې ده، د حکومت اجرائيه رييس لا د مخه په ياده غونډه کې د ګډون لپاره سويس ته رسېدلى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement