کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): په کندهار ښار کې د ښځینه محصلینو لپاره د لیلیې جوړولو چارې نن د سلواغې په ۳مه پیل شوې.
د ښځینه محصلینو د لیلیې دغه ودانۍ د کندهار پوهنتون اړوند په کدري روغتون کې جوړېږي.
په دغو مراسمو کې د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي، د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب پژواک اژانس ته وویل، د ښځینه محصلینو لپاره د لیلیې ودانۍ د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه جوړېږي.
هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ د ۶ پوړو او په هر پوړ کې د ۲۰ خونو په لرلو په ۹ زره متره مربع ځمکه کې د ۱۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به یې له ۱۲ تر ۱۴ میاشتو پورې به بشپړې شي.
دی وايي، د دغې د ودانۍ د جوړولو لګښت د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ورکول کېږي چې د ۴ زره ښځینه محصلینو د ځایونو وړتیا به ولري.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي وویل، د دغې لیلې په جوړولو سره به هغو محصلینو ته د زده کړې او استوګنې اسانتیاوې برابرې شي چې له نورو ولایتونو څخه کندهار ته د لوړو زده کړو لپاره راځي.
هغه زیاته کړه، دغه معیاري لیلیه به د محصلینو لپاره د اړتیا وړ ټولې پرمختللې اسانتیاوې ولري.
د یادنې ده چې د کندهار پوهنتون لپاره د یوې بلې ورته لیلیې جوړول هم په پلان کې دي.
چارواکي وايي، د لیلیې دغه ودانۍ چې په نږدې راتلونکې کې به یې د کندهار پوهنتون په احاطه کې د جوړولو چارې پیل شي، په عین لګښت او عین شرایطو جوړېږي چې هغه به هم د ۴ زره محلصلینو د ځایولو وړتیا ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن