کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د کابل امنیتي چارواکي وايي چې په پنځمه امنیتي حوزه کې یو ځانمرګي بریدګر، جومات ته له ننوتو مخکې ځان پورې تړلي توکي چوولي چې یو کس په کې ټپی شوی دی.
دغه مطلب د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد څرګند کړ.
هغه وویل، نن د ماښام په ۵: ۵ بجو یو ځانمرګي بریدګرغوښتل چې د کمپنۍ په څلوېښت متره سړک د ایوب صابر په جومات کې برید وکړي، خو جومات ته له ننوتو مخکې پېژندل شوی او له ځان سره چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې یو تن ټپی شوی دی.
د دې پېښې مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن