د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د کندهار د خرقې د یوه متولي په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي

​د کندهار د خرقې د یوه متولي په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي

Jan 23, 2019 - 16:11

کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د کندهار د خرقې مطهرې د پېښې په تړاو د دغه زیارت د متولي محمد نسیم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان له سپکو او درنو وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

د کندهار د والي ویاند عزيزاحمد عزیزي د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان له هغه وروسته ونیول شول چې د دغه زیارت د دوو متولیانو محمد نسیم اخندزاده او مسعود اخندزاده ترمنځ چې دواړه وروڼه هم دي، لومړی لفظي شخړه او بیا وسله واله نښته رامنځته شوه.

په دې نښته کې یو کس ټپي شوی هم دی.

دی زیاتوي، پولیسو د خرقې مطهري د متولي محمد نسیم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان له سپکو او درنو وسلو سره نیولي او پوښتنې ورڅخه پیل شوې دي.

د ده په خبره، د دې موضوع د څېړنې په موخه د ولایتي ادارې له خوا یو ګومارل شوی پلاوی هم په کار بوخت دی.

د خرقې د دوو متولیانو ترمنځ تېره ورځ غرمه مهال د مالي مسایلو پر سر سخړه وشوه چې بیا پولیسو مداخله وکړه، سیمه یې کلابنده کړه او د دواړو متولیانو اړوند وسله وال کسان یې بې وسلې کړل.

سرچینې وايي، د دغو دواړو وروڼو ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د مالي مسایلو پر سر اختلافات دي چې پر وسله واله نښته واوښتل.

په خپله مسعود اخندزاده د سولې او شخړو د حل په برخه کې د ولسمشر سلاکار هم دی.

باوري سرچینې وايي، د خرقې مطهرې د زیارت لپاره ځانګړی ریاست رامنځته شوی چې هره میاشت ځانګړې بودجه ورکول کېږي.

دغه سرچینې وايي، د دواړو متولیانو ترمنځ اختلافات او وسله واله نښته د همدې بودجې د ونډې پر سر وه.

د کندهار ښار په زړه کې ولایت مقام ته څېرمه دغې پېښې خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار ښار د همدې سیمې یو اوسېدونکی نذیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډېر بده او له شرمه ډکه ده چې د یوه تاریخي زیارت د ساتلو واک داسې کسانو ته ورکړل شوی چې د مالي مسایلو او ونډې پر سر وسله واله نښته کوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه تاریخي ځای د ساتنې مسوولیت دې د اطلاعاتو او فرهنګ او ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته ورکړل شي.

د یادونې ده، د خرقې مطهرې پر متولیانو په وار وار د خپلسرو کړنو، اخلاقي فساد، غلاوو او غصب تورونه پوري شوي دي.

همدا تېره میاشت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو خبر ورکړ چې په کندهار کې د خرقې مطهرې او احمد شاه بابا مزار ځیني توکي متولیانو تر خپل منځ سره وېشلي او کورونو ته یې وړي دي.

په دغو توکو کې غالۍ او نور شامل دي چې د دغه ځای متولیان شخصي ګټه ورڅخه اخلي.

خرقه مطهره د هېواد له مهمو تاریخي او مذهبي ځایونو شمېرل کېږي چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص چپنه په کې ساتل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان دغه زیارت ته ورځي.

د دغه زیارت ساتنه په کندهار کې د یوې کورنۍ له خوا کېږي چې ادعا کوي په تاریخي توګه د دغه ځای د ساتنې چارې دوی ته سپارل شوې او همدوی یې متولیان دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement