کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي چې په افغانستان پرون د جګړې پر مهال يو امريکايي وژل شوى دى.
د دغو ځواکونو له خوا د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري بشپړ هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.
ناټو ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې د امريکا د دفاع وزارت د اصولو له مخې، دوى تر ٢٤ ساعتونو پورې د پېښې جزئيات نه شي په ډاګه کولى.
د يادونې ده، په روان زېږديز کال کې دا دويم امريکايي سرتېرى دى چې په افغانستان کې وژل کېږي.
څو ورځې مخکې په بادغيس ولايت کې هم يو امريکايي سرتېرى د جګړې پر مهال ټپي شوى و چې وروسته يې په روغتون کې سا ورکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن