ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له سعودي سره د حج او عمرې پر اسانتياوو خبرې وکړې

افغانستان له سعودي سره د حج او عمرې پر اسانتياوو خبرې وکړې

author avatar
24 Jan 2019 - 12:07
افغانستان له سعودي سره د حج او عمرې پر اسانتياوو خبرې وکړې
author avatar
24 Jan 2019 - 12:07

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير سيد جلال کريم د دغه هېواد د حج او عمرې له وزير سره افغان زيارت کوونکو ته د اسانتياوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

په رياض کې د افغانستان سفارت له خوا د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي سید جلال کریم سره په دې ليدنه کې د سفارت ځينو نورو چارواکو هم ملتيا کوله.

سرچينې زياته کړې چې افغان پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر محمد صالح بنتن سره د دواړو خواوو د حج او عمرې اړوند موضوعاتو او دوه ‌اړخيزو همکاریو په هکله خبرې وکړې.

په خبرپانه کې راغلي، افغان سفير د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین سلمان بن عبد العزیز، ولیعهد محمد بن سلمان او د سعودي عربستان د خلکو له ټولو هڅو او خدمتونو مننه او ستاینه وکړه چې د نړۍ حاجیانو او عمره ‌کوونکو لپاره یې ترسره کړي دي.

دغه راز نوموړي ټول هغه خدمتونه او هڅې چې د سعودي عربستان حکومت یې د ۲۰۳۰ لیدلوري پر اساس د نړۍ حاجیانو او عمره کوونکو لپاره ترسره کوي؛ لکه د پرمختللې ټیکنالوجۍ پر اساس د حاجیانو لېږد، د ګڼه ګوڼې تنظیم، چټک اورګاډی او د سهولت او ارامتیا نور وسايل هم وستايل.

د افغانستان سفير د افغان حاجیانو او عمره کوونکو لپاره د سعودي له همکاريو او مرستو د مننې تر څنګ په دې برخه کې د نورو همکاريو غوښتونکى شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.