ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې د ټينګښت په موخه د سولې په تړاو منفي خبرونه مه خپروئ”

“د سولې د ټينګښت په موخه د سولې په تړاو منفي خبرونه مه خپروئ”

author avatar
24 Jan 2019 - 15:05
“د سولې د ټينګښت په موخه د سولې په تړاو منفي خبرونه مه خپروئ”
author avatar
24 Jan 2019 - 15:05

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د پژواک په ګډون د ځينو رسنيو کړنې وستايلې او له ټولو رسنيو يې وغوښتل چې د جګړې د پاى په موخه دې د سولې په تړاو منفي خبرونه نه خپروي.

دغه ګوند نن په کابل کې پژواک خبري اژانس، شمشاد راډيو ټلوېزيون، کابل نيوز، ژوندون ټلوېزيون، اريانا ټلوېزيون، خورشيد ټلوېزيون، امريکا غږ او ازادۍ راډيو ته تنديسونه ورکړل او د دغو رسنيو کړنې يې د قدر وړ وبللې.

د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدين وويل چې مسلمان خبريال په اسلامي ټولنه کې د امر باالمعروف او نهى عن المنکر ستره دنده پر غاړه لري او بايد خپل دغې دندې ته کلکه پاملرنه وکړي.

دى وايي چې خبريالان بايد د ژورنالېزم تقدس وساتي او تحريف ونه کړي؛ ځکه چې تحريف په اسلام کې لويه ګناه ده.

مولوي قلم الدين وويل چې د پژواک خبري اژانس خبرونه ډېر موثق دي او نه يواځې په ملي بلکې په نړيواله کچه خپل ځاى لري.

دې د سولې روانو هڅو ته په اشارې وويل چې افغانستان له يو نازک حالت څخه تېرېږي او په دغه حساس وخت کې بايد رسنۍ په هېواد کې د جګړې د پاى په موخه د سولې په تړاو منفي راپورونه خپاره نه کړي.

هغه زياتوي چې امريکا د افغانستان سوله يرغمل کړې وه، خو اوس يې سولې ته مخه کړې ده.

ده وويل چې د سولې له دغه بهير څخه بايد ټول افغانان ملاتړ وکړي.

هغه د چا نوم نه اخلي، خو وايي چې ځينې بهرنيان په افغانستان کې سوله نه غواړي او غواړي چې دغه هېواد سره وويشي او د قومونو تر منځ ستونزې رامنځته کړي او د معارف او مدرسې تر منځ واټن پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.