ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هاشم الکوزى: دسنګين بمبار کې د ماشومانو په ګډون ملکيان وژل شوي

هاشم الکوزى: دسنګين بمبار کې د ماشومانو په ګډون ملکيان وژل شوي

author avatar
24 Jan 2019 - 15:58
هاشم الکوزى: دسنګين بمبار کې د ماشومانو په ګډون ملکيان وژل شوي
author avatar
24 Jan 2019 - 15:58

لښکرګاه (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷): په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او ځايي اوسېدونکي وايي چې په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ ګڼ شمېر ملکي وګړي ژل شوي، خو والي وژل شوي کسان  وسله وال مخالفين ګڼي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی چې اصلي د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی دی د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حاجي نورمحمد نور په نامه د يوه اوسېدونکي پر کور هوايي بمبار شوى او د کورنۍ ټول غړي يې چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي دي.

د عبدالخالق په نوم د سيمي يو اوسېدونکى وايي، بمبار د نور ماما په نوم د يوه ملکي کس پر کور د سنګین ولسوالۍ د غوړې کوڅې په سيمه کې شوی دی.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې درې ښځې، دوه نارينه او اته ماشومان شامل دي او درې نورې ښځي ټپيانې دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي هم وايي چې دوی ته دوه ښځې او يوه نجلۍ په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

خو د هلمند والي په لښکرګاه کې د يوې خبريه غونډې پر مهال خبریالانو ته وويل چې په دغو عملياتو کې وسله والو مخالفيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې د عملیاتو پر مهال  د طالب قوماندانانو په ګډون  ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، یو شمېر وسلې، پټنځایونه او وسایط يې تخریب شوي او دغه  راز درې امنیتي سرتېري هم  ټپیان  شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې به د لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ ترمنځ  د سیند غاړه سیمې پاکې او په ترڅ کې به يې د باباجي او نهر سراج سیمو کې امنيت تامين شي.

د ده په خبره، د ګرشک او لښکرګاه ترمنځ یوازې څلور کیلومتره  سیمه  پاتې ده چې  دواړه خواوې سره وصل او سیمه  به په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو پاکه شي.

د والي په وینا، دغه  راز د سنګین او ګرشک ولسوالیو ترمنځ زمبلي، میر منداب او حیدر اباد  په ټولو سیمو کې عملیات روان دي چې ډېرې سیمې نیول شوي او لا هم دوام لري چې  له  ځمکني عملیاتو سره  یو ځای د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه هم ترسره کېږي.

د هلمند امنيې قوماندانۍ او ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولینو هم د دغو عملیاتو خبر وکړی او ویلي یې دي چې د سیمې د نیولو تر څنګ يې ګڼ شمېر طالبان وژلي او د هغوی قرارګاوې يې له منځه وړې دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي افغان امنیتي ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو باندي  بمبارۍ کړی چې په ترڅ کې يې د یوې کورنۍ ۱۳ د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي او اوس تر خاورو لاندې دي. دغه  راز يې په خانشین ولسوالۍ کې هم چاپه وهلې چې یو شمېر دوکانونه چې په ملکي خلکو پورې اړه لري، ویجاړ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.