ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د افغان تیلي کام شرکت پر ضد کرايي لاریون ترسره شو

په کابل کې د افغان تیلي کام شرکت پر ضد کرايي لاریون ترسره شو

author avatar
24 Jan 2019 - 15:55
په کابل کې د افغان تیلي کام شرکت پر ضد کرايي لاریون ترسره شو
author avatar
24 Jan 2019 - 15:55

کابل (پژواک، ٤  سلواغه ۹۷): هغه شرکت چې پر افغان تیلي کام شرکت د دوه میلیارد افغانیو پور ادعا کوي، لسګونه کسان د پیسو په بدل کې د یاد شرکت پر ضد لاریون ته مجبور کړي وو او افغان تيلي کام دغه ادعا ردوي.

دغه لاریون د «نبي بست» شرکت رییس محمد نبي ترتیب کړی و. لاریون کوونکي چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ کسانو ته رسېده، نن د کابل ښار په چمن حضوري سیمه کې راټول شوي وو.

زیاتره لاریون کوونکي هغه مزدوران دي چې هر یو یې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې په یاد لاریون کې ګډون کړی و.

یو مزدور رسنیو ته وویل: ((موږ خبر نه یو چې ولې دلته راغلي یو، موږ ته یې وویل چې د یو ساعت لپاره لاریون ته لاړ شئ ۳۰۰ افغانۍ درکوو.))

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((موږ ته یې په  چنداول کې په ضمانت دوکان راکړی، که پیسې رانه کړي موږ دوکان ته ځو.))

هغه وویل: ((د دغه لاریون زیاتره ګډونوال د چنداول سرای کراچي وانان دي چې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې یې په لاریون کې ګډون کړی دی.))

د لاریون یو شمېر ګډونوالو هم رسنیو ته وویل، د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې یې په لاریون کې برخه اخیستې ده.

د «نبي بست» شرکت رییس محمد نبي په دې اړه وویل: ((دغه کار زموږ د دښمنانو دی چې ځينې کسان یې رالېږلي څو زموږ پروګرام خراب کړي.))

وروسته له دې چې محمدنبي پوه شو چې رسنیو له مزدورانو سره مرکې کړې، له رسنیو یې وغوښتل چې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې د یادو مزدورانو مرکې خپرې نه کړي.

نوموړي د یادو څرګندونو د نه خپرولو په بدل کې موجوده هرې رسنۍ ته د ۲۰۰ ډالرو وړاندیز وکړ.

د دوه میلیارده پور ادعا

محمد نبي ادعا وکړه چې د ده او افغان تیلي کام ۷۵ قراردادي شرکتونو په تېرو درېیو کلونو کې د افغان تیلی کام شرکت له څلور میلیونه ډېر سیمکارتونه بازار ته وړاندې کړي او د هوکړه لیک پر اساس باید افغان تیلي کام د هر پلورل شوي سیمکارت په بدل کې د خرڅلاو شرکتونو ته سل افغانۍ کمېشن ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.