ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: تورخم کې یو ځل بیا د پولیسو له خوا له موټرو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي

څېړنه: تورخم کې یو ځل بیا د پولیسو له خوا له موټرو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي

author avatar
24 Jan 2019 - 09:10
څېړنه: تورخم کې یو ځل بیا د پولیسو له خوا له موټرو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي
author avatar
24 Jan 2019 - 09:10

جلال اباد (پژواک ٤ سلواغه ۹۷): پژواک خبرى اژانس اسناد ترلاسه کړي چې د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ اړوند د تورخم ښارګوټي پوليس له څو مياشتو ځنډ وروسته يو ځل بيا له بار وړونکو موټرو له پولې د اوښتو پر مهال غير قانوني پيسې اخلي.

پژواک خبري اژانس تېر کال پر همدې موضوع يو راپور خپور کړى و، په دغه راپور کې موټر چلوونکو او سوداګرو شکايت کړى و چې پوليس ترې غير قانوني پيسې اخلي.

د پژواک اژانس د ياد راپور له خپرېدو وروسته د کورنيو چارو وزارت يو ټيم په تورخم کې چاپه ووهله، د سرحدي پوليسو کميسار، مرستيال کميسار او يو شمېر نور کسان وتښتېدل چې د راپورونو له مخې، مرستيال کميسار پر پنځه کاله بند محکوم شو.

دغه راز د روان لمريز کال د تلې په ١٠مه نېټه، د ننګرهار والي حيات الله حيات تورخم ته د سفر پر مهال د بار وړونکو او نورو موټرو له مسوولینو او چلوونکو د پیسو اخیستنې او ځورونې په تور ۱۲ کسان د امنيتي منسوبينو په مرسته ونيول.

له دغو اقداماتو وروسته له تېرو څو مياشتو راهيسې په تورخم کې د فساد کچه ټيټه شوې وه، خو اوس موټر چلوونکي شکايت کوي چې يو ځل بيا له دوى څخه په پراخه کچه د پوليسو له خوا د پيسو اخيستل پيل شوي دي.

که څه هم دغه پيسې د کوم سند په مقابل کې نه اخيستل کېږي او مستند کول يې ستونزمن دي، خو پژواک خبري اژانس داسې ويډيوګانو ته لاسرسی پيدا کړی چې پوليس په کې په ښکاره د لاريو له چلوونکو پيسې اخلي.

دغلته د پيسو د کچې په تړاو بېلابېل راپورونه دي، خو له درېيو زرو کلدارو نيولې ان کله نا کله خبره تر دېرش زرو کلدارو هم رسېږي.

د تورخم کميسارۍ د معلوماتو له مخې، په اوسط ډول هره ورځ د تورخم ښارګوټي له بندري دروازې شاوخوا ۵۰۰ لويې لارۍ تګ راتګ کوي چې تر نيمايي زياتې يې د افغانستان له خوا او پاتې نورې يې دېخوا راځي.

د پژواک په دغه راپور کې له سوداګرو، موټر چلوونکو، مدني فعالانو او ولايتي شورا نظريات اخېستي،چې ټولو په يوه خوله د تورخم سرحدي ښارګوټي پوليس د پېسو په اخېستو تورن کړي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکي که څه هم دغه موضوع نه ردوي؛ خو وايي، په دې وروستيو کې د تورخم ښارګوټي فساد تر پخوا يو څه کم شوی دی.

د پوليسو له لوري له موټر چلوونکو د پيسو اخيستو ويډيو

يوه ويډيو د تورخم سرحدي ښارګوټي کې په پټه ثبت شوې او پژواک ترلاسه کړې، په کې ليدل کېږي چې يو سرحدي پوليس د يو ټېلر موټر له چلوونکي پيسې اخلي او ژر يې د خپل پطلون په جېب کې اچوي.

يوه بله ويډيو چې ۱۳ ثانيې وخت لري، يو پوليس په کې کتل کېږي چې د بار وړونکي موټر چلوونکي جېب تلاشي کوي او هغه مهال يې تر وهلو ډبولو لاندې راولي چې پيسې ورڅخه نه ترلاسه کوي.

د وخت د يوه کميسار غږ

پژواک دغه راز يو داسې غږ هم تر لاسه کړی چې د ٢٠١٨ زېږديز کال کال د ډسمبر مياشتې په ۲۹مه د تورخم يو کميسار چې اوس تبديل شوی، په مخابره کې پر پوليس غږ کوي چې ځيني موټر چمتو کړي چې سهار وختي تر ټولو وړاندې ولاړ شي.

نوموړی وروسته هماغه عسکر راغواړي او بيا ورته په ټينګار سره وايي چې لارۍ چمتو کړي.

پژواک ته ځينو سرچينو ويلي، دا هغه لارۍ دي چې پرته له نوبت څخه د پيسو په مقابل کې پرېښودل کېږي.

د موټر چلوونکو شکايتونه

هجرت د ټېلر سوداګريز موټر چلوونکی دی، هغه پژواک ته وويل، شاوخوا مياشت کېږي چې له تورخم د اوښتو انتظار لري خو وايي ډېرې لارۍ چې چلوونکي يې پوليسو ته پيسې ورکړي، پرته له انتظار پرېښودل کېږي.

هغه زياته کړه: ((تېره شپه هم موږ موټرې په باريکاب کې ودرولې، د پوستې پوليس راغلل د پيسو غوښتنه يې وکړه، چا چې درې – درې زره کلدارې ورکړې، هغوی سهار لاړل او موږ تر اوسه ولاړ يو.))

د شينواري په نوم يو بل کس هم د لارۍ موټر چلوونکي پژواک وويل: ((قسم په خدای چې نن شلمه ورځ ده چې تورخم ته راغلي يو، نورې موټرې راشي، پيسې ورکړي کار ي خلاص شی او لاړ شي. پيسې پوليس اخلي خو په ساده جامو کې يو کس ته ورکول کېږي.))

يو بل موټر چلوونکی چې له کرښې د تېرېدو لپاره په حرکت کې و، د نوم نه ښودو په شرط يې پژواک ته وويل، تېر ځل يوه مياشت انتظار شوی و، نو دغه ځل مجبور شو چې پنځلس زره کلدارې ورکړي او ژر هاخوا ولاړ شي.

دی وايي: ((يو کس راسره خبره خلاصه کړه، پيسې يې رانه واخيستې، د سرحدي پوليسو په نوم، اوس دا دی اجازه راکړل شوې او له نوبت پرته روان يم.))

سوداګرو ته رامنځته شوې ستونزې

سوداګر وايي، د همدې ستونزې له امله ورته مالونه له پخوا په ګرانه بيه رسېږي چې زور يې له خلکو خېژي.

په ننګرهار کې د شوکاڼي د استخراج شرکتونو ټولنې مسوولين هم وايي چې په تورخم کې ډېر کله د ګڼې ګوڼې په رامنځته کولو له لارۍ چلوونکو د پيسو اخيستو ته زمينه برابرېږي.

د دې ټولنې مرستيال بلال موسی زي پژواک ته وويل، دوی په ځلونو دغه موضوع په تورخم کې د کميسارۍ، ترانسپورټ او نورو ادارو له مسوولينو سره شريکه کړې؛ خو تر اوسه يې هېڅ غم نه دی خوړل شوی.

په تورخم کې د سوداګرو او لارۍ چلوونکو د همغږۍ شورا مرستيال نورحمن پژواک ته وويل، پوليس او د ګمرک مامورين پرته د پيسو له اخيستو هېڅ کار نه کوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د تورخم پوليس په بېلابېلو نومونو له لارۍ چلوونکو پيسې اخلي، خو ستونزه دا ده چې پيسې په خپله نه، بلکې پر کوچنيانو يې راټولوي.

د دې ادارې وياند شاکرالله ساپي پژواک ته وويل: ((نه يوازې له ولاړو لاريو پيسې اخلي، روانو لاريو ته هم بېلابېل پاټکونه اچول شوي، کوم ځای زر کلدارې، کوم ځای پنځه سوه افغانۍ او داسې بېلابېلې پلمې ورته جوړوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تشې لارۍ ډېر انتظار کوي، خو هغه چې مالونه او په ځانګړي توګه مېوه او سبزي په کې بار وي، نو هغوی ډېرې نه تم کېږي.

د خانزاده افغان په نامه يوه سوداګر پژواک اژانس ته وويل، پخوا به چې ورته يوه لارۍ مال په دوه سوه زره افغانۍ له کراچۍ بندره تر ننګرهاره را رسېدل، خو اوس دغه پيسې درې چنده لوړې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((د کرايې د لوړېدو تر څنګ موږ ته بله ستونزه دا ده، کله چې يوه مياشت هلته لارۍ ودرېږي؛ نو د کمپۍ له لوري په کانټينر باندې ۱۲۰ ډالر کرايه راځي.))

مدني فعالان او ولايتي شورا

د ننګرهار ولايت مدني فعالان وايي، په تورخم کې يې د پوليسو له فساد تل شکايت کړی؛ خو تر اوسه يې هېڅ مثبت مخنيوی نه دی شوی.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر عبداللطيف واحدي پژواک ته وويل، دا موضوع د ولسمشر او کورنيو چارو تر وزارت پورې رسېدلې، خو هېچا يې په اړه پرېکنده اقدام نه دی کړی.

نوموړی زياته کړه: ((موږ تل په تورخم کې د پوليسو له لوري د پيسو اخيستو برخه کې مبارزه کړې، رسنیو سره مو شريک کړي، موږ داسې معلومات هم لرو چې پوليس له يوې لارۍ له پنځه سوو تر شپېتو زرو کلدارو اخلي.))

دغه راز د ځوانانو د يووالي ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون وايي، د تورخم پوليس په لوی لاس لارۍ چلوونکي مجبوروي چې پيسې ورکړي او له پولې تېر شي.

دی وايي، د مومندرې تر ولسوالۍ پورې لارۍ کتار ولاړې وي او هلته کله په يوه بهانه او کله په بله بهانه د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې بالاخره موټر چلوونکي د پيسو ورکړې ته اړ کېږي.

ولايتي شورا وايي، پوليس له پاکستاني مسوولینو سره هم شراکت لري.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي بيا وايي چې د تورخم سرحدي پوليس په دې موضوع کې له تورخم مېشتو پاکستاني مسوولينو سره هم شراکت لري او د هغو په ملتيا دا چاره مخې ته وړي.

د شورا غړي اجمل عمر پژواک ته وويل، دواړه غاړې له يو بل سره لاره لري، د ورځې خو لا څه چې ان د شپې هم پيسې ورکوونکو لاريو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

نوموړی وايي: ((موږ چې کله تورخم ته د نظارت لپاره رسېږو او له موټرو پارچې ټولې کړو، نو هاخوا دروازه بنده شي، له هغوی سره يې ټيلېفونې رابطې دي، بس ورته زنګ ووهي چې نظارت واله راغلي او دروازه بنده کړئ.))

د شورا بل غړی اصحاب ولي مسلم هم ورته څرګندونې لري او وايي لارۍ چلوونکي په لوی لاس مجبورېږي چې پوليسو ته پيسې ورکړي او له کرښې تېر شي.

نوموړی وايي، لارۍ تر يوې مياشتې درول کېږي، نو بالاخره هغوی مجبورېږي چې پيسې ورکړي او ژر تېر شي؛ ځکه درېده يې هم له نورو کارونو باسي او هم پرې بې ځايه لګښتونه راځي.

د شورا دغه غړی وايي، په دې اړه ځکه ثبوتونه نشته چې پيسې لاس په لاس ورکول کېږي او پوليس يې تر ډېره په نورو کسانو او ماشومانو راټولوي.

د چارواکو غبرګونونه

د تورخم کميسارۍ مسوولين مني چې پخوا به دا کړنې ترسره کېدلې؛ خو اوس يې په کلکه مخنيوی شوی دی. د دې کمېسارۍ مرستيال ډګرمن پاچا پژواک ته وويل، دوه اوونۍ کېږي چې کميسار او مرستيال يې نوي راغلي او د فساد مخنيوي لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

خو د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند په ياده برخه کې د فساد موجوديت نه ردوي او وايي، سواګرو او موټر چلوونکو ورته تورخم ښارګوټي کې له بېلابېلو ادارو د فساد شکايتونه کړي دي.

نوموړی وايي: ((پخواني کميسار څخه شکايتونه زيات موجود وو، هغه بدل شو، چون شکايت پرې زيات موجود و، اوس نوی راغلی، وبه ګورو چې څه کېږي.))

هغه وايي چې تېره اوونۍ د ولسمشر د سلاکار سميع الله مومند په مشرۍ يو پلاوی له تورخم ښارګوټي څخه د ليدنې پر مهال د فساد په اړه پلټنې وکړې.

نوموړی وايي، ياد پلاوي په تورخم ښارګوټي کې د کميسارۍ، ګمرک، ښاروالۍ، ترانسپوټ او له يو شمېر نورو ادارو څخه د خلکو د شکايتونو څېړنه وکړه.

هغه زياته کړه، له يادو ټولو ادارو شکايتونه موجود دي چې د کميسارۍ د شکايتونو په تړاو خو څو ورځې وړاندې اقدام شوی، کميسار بدل شوی؛ خو وايي د نوي کميسار د کارونه ارزونه هم ترسره کېږي.

د والي مرستيال وايي، په تورخم ښارګوټي کې د صادراتي اموالو او بار وړونکو موټرونو څارنې تر څنګ د صادراتو په برخه کې د شته ستونزو معلومولو په موخه له مسوولينو او ځايي اوسېدونکو د معلوماتو راټولول اوس هم روان دي.

د ننګرهار استيناف محکمه وايي چې تر اوسه ورته د پوليسو د پيسو اخيستو کومه قضيه نه ده لېږل شوې، خو په تورخم کې د غير قانوني پيسو اخيستو په تړاو ورته درې مياشتې وړاندې يوه بله قضيه ورلېږل شوې ده.

د محکمې رييس قضاوتيار فضل ولي قاضي زاده پژواک ته وويل، ياده قضيه د شمشاد په نوم د يوې ټولنې د دوو غړو ده چې له موټر چلوونکو يې غير قانوني پيسې اخېستې.

هغه زياته کړه: ((موږ ته يوه قضيه راغلې د دوو کسانو ده چې د يو نوم زيور خان او د بل محمد امين دوی د ټولنې په نوم تورخم کې له لاريو غير قانوني پيسې ټولولې.))

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس خان وزير ځاځی مني چې تورخم کې وخت ناوخت په قضدي ډول د لارۍ موټرو ګڼه ګوڼه جوړېږي چې په دې وروستيو کې د همدې ستونزې څېړلو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ يو پلاوى هم سيمې ته تللی و.

خو دی معلومات نه ورکوي چې پيسې اخيستل کېږي او کنه ځکه وايي، تر اوسه ورته په دې اړه هېڅ راپور په لاس نه دی ورغلی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.