ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو ځوان کتاب لوستو ته د خلکو هڅونې په موخه پر بایسکل سفر پیل کړ

یو ځوان کتاب لوستو ته د خلکو هڅونې په موخه پر بایسکل سفر پیل کړ

author avatar
24 Jan 2019 - 15:30
یو ځوان کتاب لوستو ته د خلکو هڅونې په موخه پر بایسکل سفر پیل کړ
author avatar
24 Jan 2019 - 15:30

جلال اباد (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷): يو افغان ځوان غواړي پر خپل بايسکل د هېواد ګوټ ګوټ ته ولاړ شي او خلکو ته د کتاب لوستلو پيغام ورسوي.

هغه نن (د سلواغې ۴مه) له لغمان وروسته ننګرهار ولايت کې دغه لړۍ پيل کړه چې د خلکو له تودې بدرګې سره مخ شو.

دغه ځوان ادريس سياوش د لغمان ولايت اصلي اوسېدونکى دی، زده کړې يې کابل کې کړې او اوس په کابل کې مېشت دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل؛ ځکه يې د خپل دغه سفر پيل له ختيځ څخه وکړ چې هلته ډېری سيمې لا هم د قلم او کتاب له نعمت څخه محرومې دي او خلک يې له کتاب لوست او مطالعې سره تر ډيره نا اشنا دي.

سياوش زياتوي: "غواړم پر خپل بايسکل د هېواد ګوټ ګوټ ته ولاړ شم، کور په کور، ښوونځي په ښوونځي او بانډه په بانډه وګرځم، کتابونه ووېشم، قلمونه ووېشم او مينه خپره کړم."

د هغه په وينا، د کتابونو، قلمونو او کتابچو مرسته ورسره د هغه همفکرو ملګرو، مبارزو شخصيتونو او د هېواد ځينو مشهورو څېړو کړې ده، تر څو دى يې په کليوالو سيمو کې  هغو ماشومانو ته ډالۍ کړي چې د ده يوه پوښتنه ځواب کړي.

د کتاب لوست دغه کمپاين ته د هېواد مشهور سندرغاړي جاوېد امرخېل سندره هم ويلې چې نن يې د دغه بهير د پرانيستې په غونډه کې زمزمه کړه او د سياوش په بايسکل کې هم ياده سندره خلکو ته اورول کېده.

امرخېل وايي، له کلونو راهيسې يې ارمان و چې داسې يو حرکت پيل شي او دى  ورته يوه سندره جوړه کړي چې اوس يې د حبيب الله رفيع له شعر څخه په ګټې اخيستنې دا هيله پوره شوه.

دا  "موږ په ګران وطن کې د پوهنې بڼ سمسور غواړو - علم کور په کور غواړو- علم کور په کور غواړو" د هغه شعر يو برخه ده چې امرخېل زمزمه کړ.

د ننګرهار والي حيات الله حيات هم د کتاب لوست د دغه کمپاين لېدو ته ورغلی و او ادريس سياوش ته يې ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې ورسره اړينې مرستې کوي.

حيات وويل، هېواد له کلونو راهيسې جګړو ځپلی او تر هر څه وړاندې تعليم او زده کړو ته ډېره اړتيا لري.

دغه ځوان د کتاب لوست په نوم يوه ځانګړې اداره هم جوړه کړې، چې د دغه کمپاين لپاره د کتابونو په راټولولو کې ورسره مرسته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.