ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۵ افغان محصلین انګلیستان کې د ماسټرۍ له زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شول

۱۵ افغان محصلین انګلیستان کې د ماسټرۍ له زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شول

author avatar
24 Jan 2019 - 09:26
۱۵ افغان محصلین انګلیستان کې د ماسټرۍ له زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شول
author avatar
24 Jan 2019 - 09:26

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ۹۷): ۱۵ افغان محصلین په برېتانیا کې په بېلابېلو څانګو کې د ماسټرۍ له فراغت وروسته هېواد ته راستانه شول.

په کابل کې د برېتانیا سفارت مرستیال او سرپرست جالیز لیور پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو کسانو په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د برېتانیا سفارت د ازادې سیالۍ په ازموینه کې بریالي شوي وو او  د ماسټرۍ له یو کال زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شول.

دی وايي، تېر کال د یادو بورسونو لپاره له ټول افغانستانه ۲۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه چې د ۶ ښځو په ګډون ورته ۱۵ کسان بریالي او انګليستان ته ولېږل شول.

د هغه په خبره، هغه کسان چې لېسانس دوره یې بشپړه کړې وي، د مشرتابه موخه ولري او د دې تر څنګ له انګليسي ژبې سره بشپړه بلدتیا (د ایلټس) سند ولري، کولای شي په رقابتي پروګرام کې ګډون وکړي.

دغه بهیر په افغانستان کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې روان دی او هر کال شاوخوا ۲۰ کسان د ماسټرۍ زده کړو لپاره انګليستان ته لېږل کېږي چې د ماسټرۍ څانګې او پوهنتون ټاکل د محصل په خوښه دي او هر محصل حق لري چې د انګليستان له درېیو پوهنتونونو یو انتخاب کړي.

د چيونینګ پروګرام یوه فارغ صبغت الله ستانکزي پژواک ته وویل: ((ما په انګليستان کې د یو کال په تېرېدو د «نفتو او ګازو د زېرمو» په څانګه کې ماسټري وکړه او د افغانانو د تعلیمي کچې د زیاتېدو لپاره ډېر ښه او اغېزمن پروګرام و، دغه راز د یاد پروګرام زیاتره فارغین د افغانستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې د پالیسي جوړولو په برخه کې پر دندو کومارل کېږي.))

هغه دغه راز زیاته کړه، د کانونو په سکتور کې مسلکي کسانو ته ډېره اړتیا ده او هیله لري چې د افغانستان د نفتو او ګازو په اداره کې دنده واخلي او د افغانستان او د نفتو او ګازو ادارې د بقا لپاره اغېرمن تمام شي.

د چیونینګ پرواګرام یوه فارغ چې د انساني اړیکو د جوړونې په برخه کې یې د انګلستان په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې پای ته رسولې وايي، د ماسټرۍ پروګرام ډېر ګټور و چې په یو کال کې یې د درسونو تر څنګ په لندن ښار او ګونټري پوهنتون کې له اوسېدو یې ډېر څه زده کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، هیله من یم چې هېواد ته له راستنېدو وروسته په یوه دولتي اداره کې دنده واخلم څو وکولای شم هېواد او خلکو ته خدمت وکړم.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.