کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): د حکومت اجرائيه رياست د ولسمشر له خوا د محمد محقق پر لرې کېدو غبرګون ښودلى او دا يې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو له سياسي هوکړې سره په ټکر کې ښودلي دي.
ولسمشر غني نن د يوه فرمان په صادرولو سره د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق له دندې لرې کړى و.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بې ثباتۍ رامنځته کول د هېڅ لوري په ګټه نه دي، د ملي یووالي حکومت په یوه خاصه تاریخي مرحله کې د ټاکنو د دوو مخکښو ټاکنیزو ټيممونو ترمنځ د یوه مشروع او کارا حکومت د ایجاد، د ثبات د ساتلو او سیاسي اجماع، اصلاحاتو، د همکارۍ روحیې او ګډو پرېکړو ته د پابندۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې رامنځته شو.
سرچينې زياته کړې، د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال استاد محمد محقق د عزل کېدو په اړه وروستی خبر د ملي یووالي حکومت د تشکیل د سیاسي هوکړه لیک له روحیې سره په ټکر کې دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، هر ډول یو اړخیز او د ملي یووالي حکومت د روحیې خلاف تصمیم په دې حساسو تاریخي شېبو کې د ملي یووالي، د ګډې همکارۍ د کمزوري کېدو او د بې ثباتۍ د تحریک لامل ګرځي.
اجرائيه رياست وايي، د ملي یووالي حکومت چې د ٢٠١٤ کال له بحراني ټاکنو وروسته د کابل د موافقتنامې پر اساس رامنځته شو، تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او د یوه راتلونکي مشروع حکومت تر تشکیل پورې خپل کار ته دوام ورکوي.
د يادونې ده، محمد محقق د ولسمشرۍ د کانديد محمد حنيف اتمر د دويم مرستيال په توګه په ټکټ کې شامل کړى شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن