د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې شورا: هیله ده چې د خلیلزاد هڅې د بین الافغاني خبرو لامل وګرځي

د سولې شورا: هیله ده چې د خلیلزاد هڅې د بین الافغاني خبرو لامل وګرځي

Jan 24, 2019 - 15:17

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): د سولې عالي شورا وايي، د سولې بهیر د چټکتیا لپاره د بېلابېلو هېوادونو او شخصیتونو له هر ډول هڅو او همکاریو هرکلی کوي.

د سولې شورا په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او هغه د سولې خبرو د پرمختګ او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل لپاره مهمې بولي.

سرچینې زیاته کړې، هیله ده چې د دوی مشورې او د سولې عالي شورا هڅې د سولې د بین الافغاني هڅو د پیل او د حکومت او طالبانو د تحریک تر منځ د مخامخ خبرو د پیل او د دوی تر منځ د باور پیدا کېدو لامل وګرځي.

د سولې عالي شورا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د قطر په دوحه کې پیل شوې او نن یې څلورمه ورځ ده.

یادو خبرو ته نږدې سرچینه وايي، د سولې خبرو اجنډا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، اوربند او امریکا ته د طالبانو لخوا د دې ضمانت ورکول دي چې په راتلونکي کې به له افغانستان څخه ورباندې برید نه کېږي.

بلخوا د سولې عالي شورا رییس او د سولې د اجماع لپاره د سیمې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی د افغان پلاوي په مشرۍ د چین پلازمېنې پیکن ښار ته رسېدلی دی.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري چې په یاد پلاوي کې موجود دی پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې نوموړی نن د چین د نړیوالو اړیکو په انستیتیوت کې د سولې خبرو د پرمختګونو د افغان سولې لپاره د سیمې اجماع پر اهمیت خبرې وکړي او د چینايي تحلیلګرانو او ډاکترانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement