د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات د غوریان د حج او اوقافو مدیر وژل شوی

د هرات د غوریان د حج او اوقافو مدیر وژل شوی

Jan 24, 2019 - 17:17

هرات ښار (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): د هرات مسوولین وايي، د دغه ولایت د حج او اوقافو ولسوالۍ مدیر په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د هرات د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي پژواک ته وویل، د غوریان ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر مولوي عبدالله نظري  نن ۱۱ بجې کاري دفتر ته د تلو پر مهال د وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

هغه زیاته کړه، د غوریان د حج او اوقافو مدیر یوه اوونۍ مخکې ده ته ویلي وو چې د دولت وسله والو مخالفینو ورته ګواښ کړی چې له دندې استعفا ورکړي، خو نوموړي یې دندې ته دوام ورکړ او نن ووژل شو.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولانو هم د غوریان ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر وژل تاییدوي.

خو د هرات پولیسو په دې اړه ناخبري ښيي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement