ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه ۸۱۳ سرتېري فارغ شول

د ۲۰۹ شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه ۸۱۳ سرتېري فارغ شول

author avatar
24 Jan 2019 - 19:28
د ۲۰۹ شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه ۸۱۳ سرتېري فارغ شول
author avatar
24 Jan 2019 - 19:28

مزار شريف (پژواک، ۴سلواغه، ۹۷): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه ۸۱۳ سرتېري فارغ شول چې د سيمه ييزې اردو ۶۰ تنه منسوبين هم په کې شامل دي.
د شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي د سلواغې په ۴مه، د يادو سرتېرو په فراغت غونډه کې وويل، چې د دغو ځواکونو زيات شمېر به يې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او محدود شمېر به يې د مسلک د تقويې لپاره تعليمي مرکز کې پاتې کېږي. 
هغه زياته کړه، د سيمه ييزې اردو شپږم کنډک لپاره هم سرتېري روزل شوي، چې نږدې ورځو کې به د جوزجان ولايت په څو سيمو کې ځای پر ځای شي. 
دى زياتوي، د سيمه ييزې اردو جوړېدل د دفاع وزارت له نويو ميکانيزمونو څخه دي، چې له ډېر وخت راهيسې يې په شمال کې د جوړېدو هڅې روانې دي. 
د شاهين قول اردو قوماندان وويل: ((د ملي اردو او ملي پوليسو هغه سرتېري چې ترخيص يې اخيستی او اوس غواړي چې د خپلو سيمو په امنيت کې سهم واخلي؛ نو دوی جذبېږی او له زده کړو وروسته يې په پياده ټوليو کې د څلورمو کنډکونو په سطح په دنده ګماري)). 
هغه وويل، د سيمه ييزې اردو اړوند تر ټولو مهمه خبر دا ده، چې دغه ځواکونه به يواځې او يواځې په خپلو سيمو کې ځای پر ځای کېږي. 
تورنجنرال احمدزي په خپلو خبرو کې همدا راز په شمال زون کې د ملي اردو د جلب او جذب په مراکزو کې د ځوانانو پر نوم ثبتونې هم خوښي وښوده او زياته يې کړه، د پوځ ليکو ته د ځوانانو ډېره علاقه ښيي، چې خلک غواړي د امنيتي ځواکونو له لارې خپل خاوره وساتي. 
نوموړي زياته کړه، تازه فارغ شويو سرتېرو د روزنې پر مهال د جګړې ټول تکتيکونه زده کړي، چې له دې وروسته به يې د جګړې په ډګر کې عملي کوي. 
د جوزجان د سيمه ييزو اردو د ټولي مرستيال لومړي بريدمن نورمحمد قادري پژواک ته وويل، چې د درې مياشتو زده کړې په موده کې يې د افغانستان په جګړه کې له استعمالېدونکو مروجو وسلو څخه کار اخيستل زده کړي دي. 
نوموړی وايي، دوی به د ملي اردو په چوکاټ او د دغې اردو د مسوولينو تر څارنې لاندې په جوزجان  ولايت کې د سيمه ييزې اردو په ليکو کې خدمت کوي. 
هغه زياتوي، خلک بايد د امنيت د ټينګښت په برخه کې له دوی سره پوره همکاري وکړي. 
دين محمد د بدخشان ولايت اوسېدونکی دی، چې دمګړۍ د شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه فارغ شوی دی. 
هغه پژواک ته وويل، له دې وروسته به د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او له خپلې خاورې او وطن څخه به دفاع کوي. 
نوموړي له مخالفينو څخه غوښتنه وکړه چې پر جګړې د تمرکز پر ځای دې د سولې او روغې جوړې لاره تعقيب کړي. 
په شمال زون کې د شاهين قول اردو قوماندان دا هم وويل، چې تېره شپه يې د هوايي بريدونو پر مهال په فارياب او بلخ ولايتونو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.