د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د افغان تیلي کام شرکت پر ضد کرايي لاریون ترسره شو

په کابل کې د افغان تیلي کام شرکت پر ضد کرايي لاریون ترسره شو

Jan 24, 2019 - 15:55

کابل (پژواک، ٤  سلواغه ۹۷): هغه شرکت چې پر افغان تیلي کام شرکت د دوه میلیارد افغانیو پور ادعا کوي، لسګونه کسان د پیسو په بدل کې د یاد شرکت پر ضد لاریون ته مجبور کړي وو او افغان تيلي کام دغه ادعا ردوي.

دغه لاریون د «نبي بست» شرکت رییس محمد نبي ترتیب کړی و. لاریون کوونکي چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ کسانو ته رسېده، نن د کابل ښار په چمن حضوري سیمه کې راټول شوي وو.

زیاتره لاریون کوونکي هغه مزدوران دي چې هر یو یې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې په یاد لاریون کې ګډون کړی و.

یو مزدور رسنیو ته وویل: ((موږ خبر نه یو چې ولې دلته راغلي یو، موږ ته یې وویل چې د یو ساعت لپاره لاریون ته لاړ شئ ۳۰۰ افغانۍ درکوو.))

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((موږ ته یې په  چنداول کې په ضمانت دوکان راکړی، که پیسې رانه کړي موږ دوکان ته ځو.))

هغه وویل: ((د دغه لاریون زیاتره ګډونوال د چنداول سرای کراچي وانان دي چې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې یې په لاریون کې ګډون کړی دی.))

د لاریون یو شمېر ګډونوالو هم رسنیو ته وویل، د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې یې په لاریون کې برخه اخیستې ده.

د «نبي بست» شرکت رییس محمد نبي په دې اړه وویل: ((دغه کار زموږ د دښمنانو دی چې ځينې کسان یې رالېږلي څو زموږ پروګرام خراب کړي.))

وروسته له دې چې محمدنبي پوه شو چې رسنیو له مزدورانو سره مرکې کړې، له رسنیو یې وغوښتل چې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې د یادو مزدورانو مرکې خپرې نه کړي.

نوموړي د یادو څرګندونو د نه خپرولو په بدل کې موجوده هرې رسنۍ ته د ۲۰۰ ډالرو وړاندیز وکړ.

د دوه میلیارده پور ادعا

محمد نبي ادعا وکړه چې د ده او افغان تیلي کام ۷۵ قراردادي شرکتونو په تېرو درېیو کلونو کې د افغان تیلی کام شرکت له څلور میلیونه ډېر سیمکارتونه بازار ته وړاندې کړي او د هوکړه لیک پر اساس باید افغان تیلي کام د هر پلورل شوي سیمکارت په بدل کې د خرڅلاو شرکتونو ته سل افغانۍ کمېشن ورکړي.

نوموړي چې ځان د یادو شرکتونو د اتحادیې رییس معرفي کاوه، وویل، افغان تیلي کام له دې امله د قراردادي شرکتونو شاوخوا دوه میلیارد فغانۍ پوروړی دی.

د هغه په خبره، که افغان تليکام د قراردادي شرکتونو پور ورنه کړي، دوی به په کابل کې د یاد شرکت دروازه وتړي.

خو د افغان تلي کام شرکت رییس اجمل عیان د دوه میلیارده پور په تړاو د محمد نبي ادعا ردوي او وايي، محمد نبي په داسې حال کې د څلور میلیونه افغانیو د خرڅلاو ادعا کوي چې همدا اوس په افغان تلي کام په ټول افغانستان کې ۲،۴ میلیونه پېرېدونکي دي.

هغه وویل: ((موږ همدا اوس د یو شمېر هغو شرکتونو چې افغان تليکام سیمکارتونه یې بازار ته وړاندې کړي، شاوخوا ۳۵ میلیون افغانۍ پوروړي یو.))

خو هغه زیاته کړه، یادو شرکتونو د قرارداد خلاف عمل کړی او څو چې د راجستر شوو او پلورل شوو سیمکارتونو کره شمېر معلوم نه کړي د کمېشن پیسې یې چې ۳۵ میلیون افغانۍ کېږي نه ورکوي.

د نوموړي په خبره، زیاتره قراردادي شرکتونو د افغان تیلي کام سیمکارتونه په جعلي توګه په کورنو کې ثبت کړد‎ي او دغه شرکت هېڅکله د داسې سیمکارتونو کمېشن نه ورکوي چې په کورنو کې په جعلي توګه ثبت شوي وي.

عیان وویل، د نوې کړنلارې پر اساس باید دغه شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون وکړي خو دوی ټینګار کوي چې پرته له داوطلبۍ او د ملي شورا د یو شمېر غړو په غوښتنه دې د سیمکارتونو او کریډېټ د خرڅلاو هوکړه لیک ورکړل شي.

هغه دغه راز په ډاګه کړه چې قراردادي شرکتونه د هوکړه لیک پر اساس اړ دي چې کریډيټ کارتونه دې په بېلابېلو ولایتونو کې عرضه کړي خو دوی په کابل کې سیمکارتونه عرضه کوي او د دوی دغه کار د یو شمېر ستونزو لامل شوی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement