د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د باچاخان او ولي خان په اړه علمي او څېړنيز سيمنيار جوړ شو

په کابل کې د باچاخان او ولي خان په اړه علمي او څېړنيز سيمنيار جوړ شو

Jan 24, 2019 - 09:43

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷): د پښتنو د وتلو مشرانو خان عبدالغفار خان (باچاخان) او ولي خان د ځانګړې اوونۍ په یاد د لوی افغانستان تحریک له خوا په کابل کې يو ورځنی علمي او څېړنیز سمینار ترسره شو.

دغه سيمينار چې پرون په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو نړيوال مرکز کې جوړ شوى و، په کې ليکوالو، شاعرانو د پوهنتونو استادانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم غړي لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ په انلاین بڼه وينا وکړه.

د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار د ياد سمینار پر اړتیا خبرې وکړې او د باچاخان د عدم تشدد مبارزې په ارزښت یې رڼا واچوله.

هغه د خپلواکۍ لاس ته راوړلو په برخه کې د عدم تشدد مبارزه يې وستایله او ويې ويل چې باچاخاني نظریه په حقیقت کې د لوی افغانستان د جوړېدو فکر او ایډیال و؛ ځکه خو باچاخان د خپل وصیت له مخې ازاد افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا افغان سیاستوال وننګول چې تر اوسه یوه سیاستوال هم د باچاخان په څېر مبارزه نه ده کړې، باچاخان د لوی افغانستان هرې سیمې ته تللی او درانه قومونه یې یووالي او یو موټیتوب ته رابللي او خپله مبارزه یې تر مرګه جاري وساتله.

ده زياته کړه: "د یوه داسې سیاستوال مبارزه د ستایلو ده چې له مرګ وروسته هم موږ ته د یووالي درس راکوي."

د امريکا د جان هاپکنیز پوهنتون پروفیسور کارټر مالکیشن د باچا خان او مارټین لوټر په همفکري په روانه پښتو علمي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې د امریکا کورنۍ جګړې، په هغه کې د مارټین لوټر په هڅو او د عدم تشدد مبارزې کې د باچا خان په فعالیتونو خبرې وکړې.

نوموړي وویل باچا خان د افغانانو په څېر سرزوري ملت ته د عدم تشدد مبارزې لاره وښوده او د شومو دسیسو پر وړاندې باخبره وساتل.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر او د هېواد نامتو انځورګر حمدالله ارباب د باچاخان د حوصلې او د عدم تشدد مبارزه کې د مېرمنو ونډه او د ژوند ټولو چارو او مبارزه کې مېرمنو ته د ونډې ورکړې یې د خبرو محور جوړاوه.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پیغام د یاد وزارت د خپرونو ریيس وحیدالله خاورې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ او د لوی افغانستان له تحریک څخه یې په مننې وویل چې دا د هر افغان ملي مسوولیت دی چې د لرو بر د یووالي په برخه کې خپله هڅې ګړندۍ کړي.

هغه زياته که، د قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅه همدا ده چې د لرو بر د یووالي لپاره د لوی افغانستان مشاهیرو، سیاستوالو په مبارزو علمي سمینارونه جوړ کړي.

دى وايي، له لوی افغانستان تحریک سره په دغه ډول علمي او فرهنګي سمینارونو کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت ملګری او ملاتړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خان زمان کاکړ د خان عبدالغفارخان او ولي خان پر مبارزو مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، باچاخان د محکوم افغانستان د ازادۍ یو داسې سرلاری دی، څو چې موږ یو، نو د خپلواکۍ مبارزې د بریا لپاره باید د باچاخان لاره تعقیب کړو او تر هدفه ورسېږو.

خان زمان کاکړ په محکومه خاوره کې د اصلاح افغانیه، خدايي خدمتګارانو او پښتون اوونیزې پر اغېزو او د خلکو په ذهني رغونې کې د دغو بنسټونو پر رول خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، په ازاد افغانستان کې د غازي امان الله خان او په محکوم افغانستان کې د باچا خان تحریک د ملت په فکري او اجتماعي جوړښت کې با مسوولیته رول ادا کړی دی. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement