ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزى: چين دې د افغان سولې پروسې لپاره اسانتياوو برابرولو کې رول ادا کړي

داوودزى: چين دې د افغان سولې پروسې لپاره اسانتياوو برابرولو کې رول ادا کړي

author avatar
26 Jan 2019 - 10:58
داوودزى: چين دې د افغان سولې پروسې لپاره اسانتياوو برابرولو کې رول ادا کړي
author avatar
26 Jan 2019 - 10:58

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧) : چین وايي، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو ته د زمینې په برابرولو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمر داوودزي چين ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال چن شاو دنګ سره د سولې لپاره د سیمه ېیزو مرستو په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړې.

هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې داوړه لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مرستو زیاتېدو، د افغانستان دولت پر رهبرۍ، حاکمیت او مالکیت د سولې پروسې پر مخ وړل، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه يېیزی اجماع رامنځته کولو او په سیمه کې د یو با ثبات افغانستان د ګټو په اړه بحث وشو.

محمد عمر داوودزي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د چین ولسي جمهوریت له شوو مرستو د مننې په ترڅ کې د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه مقابل لوري ته  بشپړ معلومات وړاندې کړل.

هغه د چین له ولسي دولته وغوښتل، د افغانستان د یو ګاونډي او په نړۍ کې د یو مطرح هېواد په توګه دې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو لپاره د زمینې په برابرولو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

داوودزي زیاته کړه، د افغانستان د سولې پروسې د چټکوالي او ملاتړ لپاره د نړیوالې اجماع تر څنګ سیمه ییزه اجماع هم ګټوره تمامېدای شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال چن شاو دنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې شوي پرمختګونه بې سارې وبلل، وې ویل، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان دولت پر حاکمیت، مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هر راز مرستې ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه، چین به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د مستقیمو او مخامخ مذاکراتو ته د زمینې په برابرولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.