ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خبریالانو د حکومتي ادارو د خبرونو نه خپرولو ګواښ کړی

د بلخ خبریالانو د حکومتي ادارو د خبرونو نه خپرولو ګواښ کړی

author avatar
26 Jan 2019 - 14:03
د بلخ خبریالانو د حکومتي ادارو د خبرونو نه خپرولو ګواښ کړی
author avatar
26 Jan 2019 - 14:03

مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه ۹۷): په بلخ کې خبريالانو د هغو ادارو د خبرونو خپرولو د تحريم ګواښ کړی چې له رسنيو سره اطلاعات نه شريکوي.

د بلخ خبريالانو د سلواغې په ۶مه په مزارشريف کې د يوې اعتراضيه ناستې پر مهال وويل چې ۱۳۹۷ کال د بلخ خبريالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تر ټولو بد کال وو.

په شمال زون کې د خبريالانو د مصوونيت کمېټې مشر او په بلخ کې د اريانا نيوز مسوول بشير انصاري وويل چې د بلخ نږدې ټولې ادارې له رسنيو سره ښه چلند نه کوي.

نوموړي د بېلګې په ډول د بلخ د ګمرک، عامې روغتيا، مهاجرينو رياستونو او امنيې قوماندانۍ نومونه واخيستل چې خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې ناغېړي کوي.

هغه زياته کړه چې حکومتي ادارې حتی هغه موضوعات هم له خبريالانو سره نه شريکوي چې ورسره د دولت په اړه د خلکو په ذهن کې مثبت بدلون راځي.

انصاري همدا راز وايي، په ځينو مواردو کې د بلخ يو شمېر چارواکي هڅه کوي څو ځيني خبريالان هم سانسور کړي چې دا يو غير قانوني عمل دى.

هغه ګواښ وکړ، که حالت همداسې دوام وکړي نو رسنۍ مجبورېږي، څو هغه ادارې تحريم کړي چې خبريالانو ته د اطلاعاتو په ورکولو کې مرسته نه کوي.

بلخ کې د طلوع نيوز خبريال عارف موسوي هم نيوکه کوي چې د بلخ امنيتي ادارې ډېری وخت له رسنيو سره پر وخت معلومات نه شريکوي.

نوموړي د بېلګې په ډول د تېرې ورځې پېښې ته اشاره وکړه چې افغان پوليسو په مزارشريف کې د افغان- ترک ښوونځي کلابند کړي وو، خو په اړه يې خبريالانو ته معلومات نه ورکول کېدل.

موسوي زياتوي چې د يادې قضيې د خبري پوښښ لپاره ساحې ته ورغلی خو پوليسو حتی د مکتب په څو سوه مترۍ کې هم د تصوير اخيستو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړی وايي چې د حکومتي ادارو دا ډول اقدامات د بيان ازادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي او زياتوي چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.

په ورته وخت کې د بلخ سيمه ييز خبريالان بيا يو شمېر حکومتي ادارې تورنوي چې رسنيو سره توپيري چلند کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.