ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان ځینې دولتي ادارې د ښاروالۍ ۲۸۹ میلیونه افغانۍ پور نه ورکوي

د سمنګان ځینې دولتي ادارې د ښاروالۍ ۲۸۹ میلیونه افغانۍ پور نه ورکوي

author avatar
26 Jan 2019 - 20:39
د سمنګان ځینې دولتي ادارې د ښاروالۍ ۲۸۹ میلیونه افغانۍ پور نه ورکوي
author avatar
26 Jan 2019 - 20:39

ایبک (پژواک، ۶ سلواغه ۹۷): د سمنګان ولایت ښاروالۍ وايي چې په دغه ولايت کې یو شمېر حکومتي ادارې د ښاري خدمتونو، صفايۍ او ځمکې ټکس له درکه نږدې ۲۸۹ میليونه افغانۍ پوروړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې ادارې وايي پوروړې نه دي، خو ځينې ادارې يې بیا مني.

د دغه ولايت مرکز ایبک ښار، ښاروال محمد فیروز تګين د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ټولټال ۵۵ ادارې له ښاروالۍ څخه پوروړې دي.

له ښاروالۍ څخه د پوروړو نوملړ چې د پژواک خبري اژانس لاس ته ورغلی، ښيي چې له هرو اوو ميليونو افغانيو څخه، لس ادارې په ټولیز ډول پنځه ميليونه پوروړې دي.

د یادونې ده چې د پور له يادو پیسو څخه (۲۸۴ میليونه، ۸۸۲زره او ۳۵۰ افغانۍ) ښوونځي او د پوهنې وزارت اړوند نورې ادارې څه باندې ۱۱۳ میليونه افغانۍ پوروړې دي، د ملي امنيت ریاست اړوند برخې څه د پاسه ۳۷ میليونه، د کورنيو چارو وزارت شاوخوا ۳۰ میليونه پوروړي دي او پاتې نورې يې ۲۷ بېلابېلې ادارې دي.

د سمنګان د لوړو زده کړو موسسې مالي مرستیال بکتاش محمدي چې د قرضدارانو په نوملړ کې د پوهنتون ریاست په نوم ثبت شوی دی، ويې منله چې دا اداره له ښاروالۍ څخه پوروړې ده.

نوموړي وویل چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه د دغه پور پرېکولو لپاره د بودجې غوښتنه کړې ده.

د سمنګان د پوهنې ریاست مالي او اداري مدير محمد بشير صلاحي وويل چې پوهنې ریاست په روان کال کې د صفايۍ له بابته یو عشاریه دوه ميليونه افغانۍ ښاروالۍ ته ورکړې دي.

خو نوموړي زياته کړه چې ښاروالۍ د ښوونځيو د ځمکې او ښاري خدمتونو ټکس له درکه د ۹۰ میليونه افغانيو په اندازه یو نوملړ دغه ریاست ته استولی دی چې دا اداره دومره پوروړې نه ده او پر ورکولو يې مکلفه نه ده.

د هغه په قول، ښاروالۍ په دغه نوملړ کې داسې ښوونځي ذکر کړي چې پوروړي نه دي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې ښاروالۍ د اجاني ملکې لېسه څه باندې یو عشاريه دوه ميليونه قرضداره ګڼلې ده، په داسې حال کې چې پوروړې نه ده.

صلاحي د ځمکې مقروضیت په تړاو وويل چې د دغه ولايت پوهنې ریاست کې هېڅ ښوونځی شتون نه لري چې د ملکیت سند ونه لري؛ د ایبک ښار تفصیلي ريزرفي پلان سيمې، د هلکانو او نجونو له ښوونځيو پرته چې په تېرو څو کلنو کې د ښاروالۍ له لوري وېشل شوې ده.

نوموړي وويل چې د پوهنې ریاست د پور په تړاو له ښاروالۍ څخه رسمي مکتوب ترلاسه کړی، ستونزه د حل لپاره د پوهنې وزارت ته راجع کوي.

په زیاته کچه پور د ځمکې خرڅلاو له بابته دی

 

د ایبک ښاروال محمد فیروز تګين له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې د ټولو ادارو پر مقروضیت يې ټینګار وکړ، ويې ويل چې د ځمکې له درکه پوروړو ادارو، ځمکې نیولي او یو شمېر يې پر دې ځمکو ودانۍ جوړې کړې دي او خپلې چارې په کې پر مخ وړي؛ خو د ځمکې د قيمت پیسې يې نه دي ورکړې چې ښاروالۍ څو ځلې له هغوی د پور ورکړې غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال، د ولايت مقام اداري او مالي رییس عبدالحي فرحت د ښاري ټکس له بابته د ښاري خدمتونو ۱۴۰زره افغانۍ مني، خو ولايت مقام ودانۍ چې په دې وروستيو کې د ښاري تفصيلي پلان په سيمه کې جوړه شوې ده، ردوي.

د هغه په خبره، د ولايت مقام د پیسو په بدل کې د دغه ولایت مقام نوې ودانۍ، د دغه مقام پخوانۍ ودانۍ چې د ایبک ښار په زړه کې موقعیت لري، ښاروالۍ ته ورکړې ده او د تبادلې اسناد يې د قانوني پړاوونو ترسره کولو په حال کې دي.

خو ښاروال د ولايت پر پخوانۍ ودانۍ  د ولايت مقام نوې ودانۍ تبادلې په تړاو وويل، د ځمکې تبادلې په اړه پرېکړه شوې ده او پشنهاد يې مرکز ته استول شوی، خو تر اوسه يې اسناد بشپړ نه دي.

نوموړي زياته کړه چې دا موضوع يې په رسمي ډول د سيمه يیزو ارګانونو له ادارې سره شريکه کړې ده.

د هغه په خبره، د ماليې وزارت د هېواد په کچه د بېلابېلو ادارو د پور پرېکولو لپاره یو ميليارد افغانۍ ځانګړې کړې دي چې له ياد مبلغ څخه باید اتیا ميليونه افغانۍ د سمنګان ښاروالۍ ته ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، له دې ځانګړو شوو پیسو به د هغو ادارو مقروضیت چې د ښاروالۍ له قانون څخه سرغړونه کوي، ورکړل شي.

تګين وویل چې له ښاروالۍ څخه پوروړې ادارې که خپل مقروضیت پرې کړي، ښاروالۍ به د دې پيسو په واسطه د ایبک ښار کې اړین کارونه ترسره کړي.

هغه زیاته کړه چې د ښځو لپاره د سوداګریز مارکېټ، د وریجو پلور مارکېټ، د تفريحي سيمو زرغونتیا، د تفريحي پارک جوړونه او د ایبک ښار دننه د سړکونو روښانه کول د ښاروالۍ په پلان کې شامل دي.

تګين وویل چې ښاروالۍ د دولتي ادارو د پور نه ورکولو موضوع په رسمي ډول د سيمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره شریکه کړې او د لارښوونې غوښتنه يې ترې کړې ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.