کابل (پژواک،۶ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې معترضو نوماندانو په کابل کې د لاریون له لارې یو ځل بیا د ټاکنو کمېسیون د مشرتابه د محاکمې او د کابل حوزې د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه ترسره شوې. کمېسیون له درې ماشتني ځنډ وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
نن سهار لسګونه نوماندانو او د دوی سلګونه پلویانو چې د ټاکنو د پایلو په اړه اعتراض لري، په خلیج هوټل کې راټول او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس یې په فساد تورن کړ.
د ولسي جرګې نوماندې حوا علم نورستانۍ وویل: ((سمه ده چې موږ ټول نه یو بریالي شوي، خو زموږ د عدالت غوښتنې موخه له فساد سره مبارزه او په ټاکنو کې د روڼوالي ساتل دي او د ټاکنو کمېسیون باید خلکو ته ځواب ووايي.))
هغه د کابل حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، په دې ټاکنو کې عدالت نه دی تامین شوی او د خلکو حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
بلې معترضې نوماندې معصومې توسلي هم په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ خبره وکړه او ویې ویل: ((موږ چې د ټاکنو کمېسیون له مشرانو وکتل، دوی ټينګار درلود چې د رایو پېر او پلور ترسره شوی، د کابل د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس هم د پراخو درغلیو له امله د دغه ولایت د ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د کابل ۸۰ سلنه نوماندان د زرو په واسطه بریالي شوي دي.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم یو ځل د کابل رایې باطلې اعلان کړې، خو دغه پرېکړه عملي نه شوه او د کابل رایې له سره وشمېرل شوې.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني استازي او معترض نوماند سید علي اکبر کاظمي هم په نننۍ ناسته کې وویل، د کابل په ټاکنو کې پر مالي فساد سربېره تخنیکي فساد هم شوی دی او د دغه فساد عاملین باید محاکمه شي.
هغه زیاته کړه، معترضو نوماندانو چې له حکومتي چارواکو په ځانګړې توګه ولسمشر سره خبرې کړې، هیله من دي چې تر راتلونکو څو ورځو د کابل رایې لغوه اعلان شي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او معترض نوماند محمد داوود کلکاني هم هیله مندي ښکاره کړه چې د معترضینو غږ واورېدل شي او د کابل ټاکنې باطلې اعلان شي.
هغه زیاته کړه: ((زموږ موخه د عدالت غوښتل دي، زموږ موخه ولسي جرګې ته د څو کسانو بریالي کېدل نه دي، هغه کسان چې افغانستان او افغانانو ته ژمن نه دي او د خلکو رایې یې په قاچاقبرانو او مافیا پلورلې دي، که موږ ترې خپل حق و نه غواړو او خپل غږ پورته نه کړو، سبا به په ولسمشریزو ټاکنو کې هم مافیا بریالۍ وي او پر موږ به حکومت کوي.))
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني استازي او معترض نوماندان عرفان الله عرفان هم د ټاکنو کمېسیون مشران په درغلۍ تورن کړل او یې ویل: ((که حکومت زموږ غوښتنو ته توجه ونه کړي، پراخو لاریونونو ته به دوام ورکړي او راتلونکی مسوولیت به یې د کمېسیون او حکومت پر غاړه وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن