ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا قومي مشرانو د ړندو بمباريو د بندولو غوښتنه وکړه

د پکتيکا قومي مشرانو د ړندو بمباريو د بندولو غوښتنه وکړه

author avatar
26 Jan 2019 - 16:42
د پکتيکا قومي مشرانو د ړندو بمباريو د بندولو غوښتنه وکړه
author avatar
26 Jan 2019 - 16:42

ښرنه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): د پکتيکا قومي  جرګې لسګونو قومي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې په دغه ولايت کې دې د ړندو بمباريو مخه ونيسي.

دغه قومي مشران په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي چې په تېرو دوو مياشتو کې د پکتيکا په ګيان، د اورګون په دره او پيرکوتي سيمه کې په هوايې بمباريو کې ملکي وګړي په نښه شوي وو.

د پکتيکا دیادې جرګې يوه غړي مولوي اصل محمد خروټي د پکتيکا نوي والي مجيب الرحمن څمکني امنيه قوماندان سره په ناسته کې وويل چې په دې وروستيو کې د بمباريو له امله ملکي وګړي په نښه شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې ډول ړندو بمباريو سره د حکومت او دولت ترمنځ واټن ډېريږي؛ ځکه چې په دې ډول پېښو کې په بهرنيو ځواکونو سربېره افغان ځواکونه او خپله وسله وال طالبان لاس لري چې زيان يې ملکي وګړي ګالي.

د دې جرګې يو بله غړي ډاکتر چنار وويل چې د اورګون د دره يې ځدراڼ، پيرکوتی او د سروبي سيمو څخه لسګونه کورنۍ بېځايه شوې هم دي.

هغه وايي: ((له يوې خوا هوا يخه ده، بل پلو دغه کورنۍ  په سختو شرايطو کې شپې او ورځې سبا کوي، نو ځکه دې حکومت ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.))

د پکتين جرګې مشر يعقوب خان منظور هم له حکومته له يادو کورنيو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.

د پکتيکا نوي والي ډاکتر مجيب الرحمن څمګني خلکو ته وويل چې دوی د ړندو بمباريو موضوع او عمليات د زون په سطحه له کورنيو او بهرنيو مسوولينو سره شريک کړي او يادونه يې کړې چې دغه ډول عمليات د ولس او حکومت ترمنځ واټن پيدا کوي.

نوموړي زياته کړه، دوی به بېځايه شوو کورنيو ته ژر تر ژره بېړنۍ مرستې ورسوي او په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو مخه ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.