کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): د ملي امنيت رياست وايي چې ځانګړو ځواکونو په لوګر ولايت کې د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د سلواغې په شپږمه د ملي امنيت عمومي رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په مرکز پل علم کې د انسان تښتوونکو او غلو پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
سرچينه وايي چې دغو کسانو غوښتل د صرافانو له مارکېټه د شريف په نوم يو صراف اختطاف کړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې شفيق الله، عبدالواحد، تاج محمد، هدايت الله او عبدالخليل شامل دي.
دغه راز د لوګر امنيتي چارواکي هم دغه پېښه تاييدوي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه عمليات د ملي امنيت ځواکونو درې ورځې وړاندې ترسره کړي دي.
ده وويل چې له نيول شوو کسانو يو ميل کلاشينکوف، درې ميله تومانچي او يو عراده سراچه موټر هم ترلاسه شوي دي.
احمدزى وايي چې نيول شوي کسان ټول د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن