ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: په افغانستان کې د ناټو حضور پر څرنګوالي ښایي د سولې تړون په پایله کې خبرې وشي

ناټو: په افغانستان کې د ناټو حضور پر څرنګوالي ښایي د سولې تړون په پایله کې خبرې وشي

author avatar
26 Jan 2019 - 13:33
ناټو: په افغانستان کې د ناټو حضور پر څرنګوالي ښایي د سولې تړون په پایله کې خبرې وشي
author avatar
26 Jan 2019 - 13:33

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧) : د ناټو سرمنشي وايي چې د افغان شخړې د سياسي هواري او سولې تړون په پايله کې په افغانستان کې د ناټو او نورو هېوادونو پر حضور هم خبرې کېداى شي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې د نيوزلينډ له لومړۍ وزيرې جاسينډا ارډرن سره تر ليدنې وروسته يوې ګډې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه له نيوزلينډه مننه وکړه چې په افغانستان کې يې د ناټو په جګړه ييز او روزنيز دواړو ماموريتونو کې همکاري کړې ده.

نيوزيلينډ د ناټو په جګړه ييز ماموريت (ايساف) کې په افغانستان کې شاوخوا ١٠٠ سرتېري لرل چې په باميان ولايت کې مېشت وو، اوس په روزنيز ماموريت کې ټول ١٣ سرتېري لري چې  د افغان ځواکونو په روزنه کې همکاري کوي.

د ناټو سرمنشي وويل چې په افغانستان کې د دوى له ماموريته موخه دا ده څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

هغه زياته کړې: ((د افغانستان حالات سخت دي، خو موږ باوري يو چې د افغان ځواکونو ښه روزنه د دغه هېواد د سولې او ثبات په ګټه ده.))

نوموړي وويل چې نيوزلينډ په افغانستان کې د ناټو ماموريت همکارى دى او له ناټو سره په ګډه به دغه ماموريت او همکارۍ ته دوام ورکوي.

هغه په افغانستان کې د ناټو او نيوزيلينډ د اوږودمهال ماموريت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پخوا ناټو په افغانستان کې تر سل زرو زيات ځواکونه درلودل، خو اوس ١٦زرو ته راټيټ شوي دي، افغانانو د خپلو چارو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د ناټو سرمنشي د افغان سولې په تړاو د روانو هلو ځلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى له دې ټولو هڅو ملاتړ او هرکلى کوي.

سټولټنبرګ وايي: ((موږ په دې برخه کې د افغان ولسمشر اشرف غني د هڅو، د امريکا او طالبانو د نېغ په نېغه خبرو هرکلى کوو، هيله لرو چې دا هڅې يوې پراخه بنسټه او تلپاتې سولې ته لار هواره کړي.

هغه زياته کړې، د دې هڅو د بريا لپاره له وخته مخکې  څه نه شي ويلى، خو ملاتړ يې سخت اړين دی او دغه ملاتړ په اصل کې د افغان حکومت ملاتړ دى.

دى وايي، ناټو به د افغان حکومت نظامي ملاتړ ته دوام ورکوي؛ ځکه چې په افغانستان کې د ناټو له حضوره طالبانو ته دا پيغام ورکول دي چې دوى د جګړې په ډګر کې نه شي بريالى کېداى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.