کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): په کابل کې د پاکستان سفير وايي چې دوى افغانانو ته د ويزې برخه کې د ډېرو اسانتياوو پر يو پلان کار پيل کړى دى.
دغه څرګندونې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان د سلواغې په ٦مه په کابل کې د دغه هېواد د سکالرشیپونو لپاره له افغان زده کوونکو د ازموينې پر مهال رسنيو ته وکړې.
هغه زياته کړه چې پاکستان افغان زده کوونکو لپاره درې زره سکالرشيپونه د پنځو کلونو لپاره اعلان کړي وو.
نوموړي وويل چې سږ کال به ٨٠٠ افغان زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې د دوکتورا، ماسترۍ او ليسانس لپاره پاکستان ته لېږدول کېږي.
سفير وايي چې د ازموينې دغه پروسه ډېره شفافه ده، له اسلام اباده د لوړو زده کړو ادارې د يو پلاوي پر وړاندې اخيستل کېږي.
ده زياته کړه چې سږ کال په کابل، جلال اباد، کندهار، مزارشريف او هرات ښارونو کې شاوخوا لس زره افغان زده کوونکي په دغو ازموينو کې برخه اخلي.
نصرالله خان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په سکالرشيپونو کې پيسې اخيستل کېږي او ويې ويل چې دا پروسه دومره رڼه ده چې په کې د درغلۍ او فساد هېڅ امکان نشته.
سفير وويل چې سږ کال يې د افغان نجونو لپاره سل ځانګړي سکالرشيپونه جلا کړي دي.
د پاکستان سفير دغه راز وويل چې له افغانستان سره د پاکستان د ١،٧ ميليارده کلدارو په ارزښت د مرسته شوو ٤٠زره ټنه غنمو لېږدول هم تېره اوونۍ بشپړ شوي دي.
د هغه په وينا، څو مياشتې مخکې کابل ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دې مرستې اعلان کړى و.
ده زياته کړه چې دا غنم به وچکالۍ ځپلو کورنيو ته ورکول کېږي.
د پاکستان ويزو ترلاسه کولو او په تورخم کې د افغان مسافرو د ستونزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې سفير زاهد نصرالله خان وويل چې دوى په روان کال کې د دې ستونزو د هواري لپاره پر يو پلان کار جوړ پیل دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن