ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند او اروزګان ځينو ولسواليو کې له اته مياشتني ځنډ وروسته واکسين پيل شو

د هلمند او اروزګان ځينو ولسواليو کې له اته مياشتني ځنډ وروسته واکسين پيل شو

author avatar
27 Jan 2019 - 16:05
د هلمند او اروزګان ځينو ولسواليو کې له اته مياشتني ځنډ وروسته واکسين پيل شو
author avatar
27 Jan 2019 - 16:05

لښکرګاه-ترينکوټ(پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): د هلمند او اروزګان ولايتونو په ځينو ولسواليو کې له اته مياشتني ځنډ وروسته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين کمپاين پيل شو.

د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر عصمت الله همت د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوزڼ واکسين له اته مياشتنې ځنډ وروسته په هغو ولسواليو کې بيا پيل شو چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.

همت وايي چې په دغو ولسواليو کې باغران، نوزاد، واشېر، خانشين، دېشو او ګرمسېر شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال په دغو ولسواليو کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ده وويل چې د دغه کمپاين په ترڅ کې به ٤٥٠ زره ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين تطبيق شي.

نوموړي زياته کړه: ((طالبانو ويل چې د کور په کور پر ځاى دې، جوماتونو کې واکسين تطبيق شي، خو دا زموږ تګلاره نه ده، نو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب مو دغه ستونزه هواره کړه.))

دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان هم وويل چې له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانيدل، ترڅو د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د واکسين تطبيق ته اجازه ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه: ((په هغو سيمو کې چې طالبانو دغه واکسين بند کړى و، نو وېره شته چې ځينې مثبتې پېښې په کې وليدل شي.))

ده وويل چې څه موده وروسته به د ګوزڼ واکسين کمپاين په کجکي، موسى کلا او سنګين ولسواليو کې هم پيل شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو اروزګان ولايت کې هم له اته مياشتني ځنډ وروسته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته د اروزګان د عامي روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل وويل چې طالبانو په خپلو سيمو کې يو ځل بيا د ګوزڼ واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه.

هغه وويل چې د طالبانو د بنديز له امله له دوه سوه زرو ماشومانو څخه يواځې ٨٠ زره ماشومان، د دغه واکسين تر پوښښ لاندې راتلل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.