ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې د ادعا په اړه څېړنې روانې دي”

“د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې د ادعا په اړه څېړنې روانې دي”

author avatar
27 Jan 2019 - 15:59
“د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې د ادعا په اړه څېړنې روانې دي”
author avatar
27 Jan 2019 - 15:59

 

 کابل (پژواک، ۷  سلواغه ۹۷): لويې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مرستیال د دندې د ځنډ مودې د پای ته رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل، له (ځینو ښځینه فوټبالرانو څخه جنسي ناوړه استفادې) د راپور په اړه د یادې ادارې پلاوي څو اروپايي هېوادونو ته سفر کوي.

 شاوخوا دوه میاشتې مخکې ګارډین ورځپاڼې یو راپور نشر کړ چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو شمېر مسوولین یې په کې د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټېم له غړو څخه پر ناوړه جنسي ګټه اخیستو تورن کړي وو او له دغو تورونو وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) او د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې تړاو څېړنې پیل کړې.

 لویې څارنوالۍ د څېړنو په پیل کې د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کرام، د فدراسیون د مرستیال محمد یوسف، د جنرال سکرتر علي رضا اقازاده، د افغانستان د ولایتونو له فوټبال فدراسیونونو سره د اړیکو د مسوول او د ګول ساتونکو د مسوول دندې و ځنډولې او د فدراسیون له مرستیال پرته یې ټول ممنوع الخروج اعلان کړل.

 خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ټاکل شوي پلاوي له ارزونو وروسته د فدراسیون د مرستیال محمد یوسف کارګر د دندې ځنډ پای ته رسېدلی او نوموړی کولای شي خپلې دندې ته دوام ورکړي.

 هغه زیاته کړه، د ښځو فوټبالرانو د جنسي ځورونې د ادعا په اړه د یادې ادارې له خوا جدي څېړنې روانې دي.

 رسولي په ډاګه کړه، تر اوسه د فوټبال فدراسیون له ۳۰ غړو او فوټبالرانو څېړنې شوې او په کابل کې تقریباً د بشپړېدو په حال کې دي.

 هغه زیاته کړه، دا چې قضیه بیروني اړخ لري نو لازمه ده چې د زیاتو څېړنو لپاره یو پلاوی بهر ته ولاړ شي، څو په حضوري بڼه د دې قضیې له اړوند بنسټونو او کسانو سره مرکه وکړي.

 نوموړي اروپايي هېوادونه مشخص نه کړل خو ویې ویل، لويې څارنوالي د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې اروپا ته د دغه پلاوي د سفر زمینه برابره کړي.

 د ده په خبره، دغه پلاوی به ډېر ژر سفر وکړي او د ۲۰ ورځو په جریان کې به خپلې څېړنې بشپړې او بېرته به هېواد ته راستون شي.

 هغه زیاته کړه، دغه پلاوی به له هغو متضررینو په ځانګړې توګه فوټبالرې خالدې پوپلزۍ سره چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي مرکه وکړي څو د هغې په اساس قیضه مستنده کړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.