ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د منځني اسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې ستونزې لرو

سوداګر: د منځني اسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې ستونزې لرو

author avatar
27 Jan 2019 - 09:18
سوداګر: د منځني اسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې ستونزې لرو
author avatar
27 Jan 2019 - 09:18

مزارشريف (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرسته کامله صديقي وايي چې د خصوصي سکتور وده او ملاتړ د ملي وحدت حکومت په لومړيتوبونو کې ده.

نوموړې د سلواغې په ۶مه د بلخ سوداګرۍ او صنايعو خونه کې د شمال زون له سوداګرو او پانګوالو سره په خبرو کې وويل، د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوی فصل رامنځته شوی او دواړه لوري بايد له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.

هغې زياته کړه چې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې د هوکړه ليکونو تر څنګ افغان حکومت هڅه کوي، څو له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي چې له بهرنيو سوداګريزو شرکتونو سره سيالي هم وکړای شي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرسته همدا راز وايي، دوی هڅه کوی، څو داسې لارې چارې ولټوي چې له مخې يې افغانستان کې پانګونه زياته شي.

هغې زياته کړه چې په نږدې وخت کې به افغانستان د منځنۍ اسيا له يو شمېر هېوادونو سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د ودې په اړه ناستې ولري چې په همدې تړاو دوی هڅه کوي، څو د افغان سوداګرو نظريات راټول کړي.

افغان سوداګر حاجي خيرالدين مايل پژواک خبرى اژانس ته وويل، افغان سوداګر ازبکستان ته د توکو د صادرولو په برخه کې ستونزې لري.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتو کې ډېرې اسانتياوې شته دي، خو په وينا يې چې برعکس بيا ازبکستان ته د افغان توکو پر صادراتو ډېره لوړه ماليه او ټکس وضع شوی چې دوی يې توانايي نه لري.

هغه زياته کړه، افغان سوداګرو ته د ازبکستان د ويزو برخه کې هم ستونزې شته چې دوی يې بار بار د حل کولو غوښتنه کړې، خو په خبره يې چې لا هم دغه مشکل پر خپل ځای پاتې دی.

مايل خواشيني وښوده چې د ۲۰۱۸ کال په پای ته رسېدو سره ازبکستان هېواد د ترانزيټ برخه کې هغه ۲۰سلنه تخفيف هم له منځه وړی چې افغانانو لپاره يې ځانګړی کړی و.

د ده په خبره، د ياد تخفيف په پای ته رسېدو سره هر ټن مال د افغان سوداګر لپاره د پخوا په پرتله کابو ۱۳ امريکايي ډالره ګران تمامېږي.

نوموړي له سوداګرۍ وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د شمال زون د سوداګرو دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د مزارشريف يوه بل سوداګر سيد عبدالجبار اغا هم په خپلو خبرو کې وويل چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې يو لړ ستونزې موجودې دي چې حکومت يې بايد د حل کېدو لپاره اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.