ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو راپورونه رد کړل

طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو راپورونه رد کړل

author avatar
27 Jan 2019 - 09:31
طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو راپورونه رد کړل
author avatar
27 Jan 2019 - 09:31

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): طالبان وايي چې له امريکا سره د قطر په خبرو کې پر ځينو مواردو پرمختګ شوى، خو د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو په تړاو راپورونه يې رد کړي دي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د سلواغې په ٧مه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرو شپږو ورځو راهيسې د قطر په مرکز دوحه کې له امریکايي لوري سره د دوى مرکچي پلاوي پرله پسې ناستې او خبرې وکړې او پرون مازديګر پاى ته ورسېدې.

سرچينې زياته کړې، د مذاکراتو په دغه پړاو کې له ټاکل شوې اجنډا سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او نورو اړوند مهمو مسايلو بحث او پرمختګ وشو.

طالبانو ويلي، دا چې موضوعات درانه دي او زیات جرو بحث ته اړتیا لري؛ نو پرېکړه وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډې هم جوړېږي، څو پاتې لاينحله مسايلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه لوري د دې ناستې جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خبرو په جریان کي د طالبانو واضح دریځ دا و، څو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي، په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري.

طالبانو ويلي، دا چې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې د اوربند یا د کابل له ادارې  سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي، هېڅ حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې طالبانو د دې ناستو او خبرو اترو په برابرولو د قطر له همکارۍ مننه کړې ده.

د يادونې ده، د امريکا ځانګړي استازي هم تېره شپه له قطر څخه د کابل پر لور د روانېدو پر مهال په ټويټر کې  د پرمختګونو او لاسته راوړنو خبر ورکړى و.

هغه هم ويلي وو چې په ځينو مواردو کې نور هم خبرو اترو ته اړتيا ده او ډېر ژر به دا ناستې بيا پيل شي.

خو خليلزاد په ډاګه کړې، څو پورې چې پر بين الافغاني مذاکراتو او هر اړخيز اوربند موافقه ونه شي، کومې پرېکړې ته نه رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.