د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې له ۴۰۰۰ ډېرو ښځو د موټر چلولو جوازونه اخیستي

په کابل کې له ۴۰۰۰ ډېرو ښځو د موټر چلولو جوازونه اخیستي

Jan 27, 2019 - 18:35

کابل (پژواک،۷ سلواغه ۹۷): په تېرو ۱۶ کلونو کې په منځنۍ توګه هر کال ۲۲۱ ښځو د موټر چلونې جواز ترلاسه کړی، خو دغه شمېر په داسې حال کې روان کال شاوخوا درې برابره زیات شوی چې ښځینه موټر چلوونکې له نارینه وو څخه د ځورونې په اړه شکایت کوي.
د کابل د ترافیکو ریاست د موټر چلونې د جواز د مدیر سمونوال وزیرجان د معلوماتو په اساس، له ۱۳۸۱ کال څخه د ۱۳۹۶ کال تر پایه ۳۵۳۲ ښځو او نجونو په کابل کې د موټر چلونې جواز تر لاسه کړی دی.
خو نوموړي زیاته کړه، د روان کال مرغومي میاشتې تر پایه ۶۲۸ ښځو او نجونو د موټر چلولو جوازونه ترلاسه کړي دي.
وزیرجان له جزيیاتو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل، ځینې ښځې د موټر چلولو د جواز د ترلاسه کولو لپاره دې ادارې ته راغلې دي، خو په ازموینه کې ناکامې شوې او جوازونه یې نه دي ترلاسه کړي.
هغه روښانه کړه چې د موټرچلولو د جواز مینه وال کولای شي په شخصي کورسونو کې موټرچلونه زده کړي، څو د موټر چلولو جواز تر ازموینې وروسته د ترافیکو له ادارې څخه ترلاسه کړي.
د کابل د ترافیکو ریاست د معلوماتو په اساس، په دې ښار کې له ترافیکو ریاست سره نږدې شل د موټر چلونې کورسونه ثبت دي.
په کابل کې د استاد جیلاني وردګ د موټر چلونې د زده کړې مرکز مسوول صمیم افغان پژواک ته وویل، دغه کورس څلور کاله مخکې جوړ شوی او په دې موده کې ترې ۶۰ ښځې او نجونې فارغې شوې دي.
د هغه په خبره، له دې ډله ښځو ۱۵ یې سږ کال د استاد جیلاني وردګ د موټر چلونې د زده کړې له کورس څخه فارغې شوې او همدا اوس درې ښځینه شاګردانې په کې په زده کړو بوختې دي.
دغه راز د کابل ښار په رحمن بابامينه د مهمند په نوم د موټر چلونې د زده کړو کورس مسوول  احمدزي عمري وویل، په تېرو پنځو کلونو کې له دې کورس څخه ۴۲ ښځینه شاګردانې فارغې شوې او همدا اوس درې ښځې په زده کړو بوختې دي.
یو شمېر ښځې د موټر چلول یوه اړتیا بولي او د نارینه وو له خوا د ښځو موټر چلوونکو له ځورونې څخه شکایت کوي.
د کابل د شاه شهید اوسېدونکې ۲۵ کلنه صنم چې موټر چلوي وویل، د اړتیا له مخې یې موټر چلونه زده کړې ده. 
هغې زیاته کړه، له موټر چلونې سره یې مینه درلوده، خو ټولنیز شرایطو ته په کتو یې نه غوښتل چې موټرچلوونکې شي، خو یوه ورځ له ستونزې سره مخ شوه او هغه یې مجبوره کړه چې موټر چلونه زده کړي.
صنم وویل: ((یوه ورځ مې له کورنۍ سره لوګر ته سفر کاوه، په لاره کې مې ناڅاپه د پلار روغتیايي وضعیت خراب شو تر دې حده چې د موټر چلونې توان یې له لاسه ورکړ، په چا باور هم ستونزمن و چې مرسته ترې وغواړم، نږدې ماښام و له غلو څخه هم ډارېدو، نو مجبوره شوم موټر ته کېناستم او په سختۍ سره مې موټرچلونې ته دوام ور کړ او په ډېر احتیاط مخته تلم، د نیم ساعت لاره مې په یو نیم ساعت کې ووهله.))
صنم زیاته کړه، له دې وروسته مې د موټر چلونې د زده کړې په یوه مرکز کې نوم لیکنه وکړه او موټر چلول مې زده کړل.
نوموړې د نارینه وو له خوا د ښځو موټر چلوونکو له ځورونې شکایت وکړ او ویې ویل: ((یوه ورځ مې د ښار په داخل کې موټر چلولو، په یو موټر کې څو هلکان ناست وو زما لاس یې قید کړ، کله مې چې وغوښتل له هغه ځایه لاړه شم لږ سرعت مې زیات کړ چې مخې ته مې یو ماشوم راغی، ومې غوښتل چې ماشوم ته زیان ونه رسوم نو موټر مې له دېول سره ټکر وکړ.))
هغې زیاته کړه، موټر ته مې زیان ورسېد خو زه په کې جوړه پاتې شوم.
نوموړې دغه پېښه د ژوند یوه ترخه خاطره یاده کړه او ویې ویل: ((زما وړاندیز دادی اول  له نارینه وو غواړم چې ښځینه موټر چلوونکو ته مزاحمت ونه کړي او له دوی څخه د خپلو خویندو په توګه ملاتړ وکړي.))  
صنم ترافیک پولیس وستایل او ویې ویل، دوی له ښځو موټرچلوونکو سره مرسته کوي.
په بره کي څلور لاري کې موظف ترافیک پولیس نقيب الله ناصري له خلکو په ځانګړې توګه ښځو سره مرسته خپله دنده بولي او ویې ویل، ښځې د نارینه وو په پرتله زیات ترافیکي قانون مراعاتوي.

دغه راز ۲۴ کلنه خالده چې د کابل ښار د موټر چلونې د زده کړو په یوه کورس کې پر زده کړو بوخته ده وايي، موټر چلونه یې د اړتیا او لیوالتیا له امله زده کړې ده.
هغې زیاته کړه: ((په اوسنۍ ټولنه کې ښځې له ځورونې او ستونزو سره مخ دي، پوهېږم چې له مزاحمت سره مخ کېږم خو داچې اړتیا لرم مجبوره یم موټر وچلوم، په دې هیله چې په ټولنه کې مو د ښځو د موټر چلونې کلتور عادي شي.))
یو شمېر ښځې چې کره شمېر یې معلوم نه دی په ځنیو ولایتونو کې هم موټرچلونه کوي، خو د ځینو نارینه وو له چلند څخه شکایت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement