د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ته نړیواله جایزه ورکړه شوه

د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ته نړیواله جایزه ورکړه شوه

Jan 28, 2019 - 19:33

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۷): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري  مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي د لومړي افغان په توګه د هندوستان د کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

ددغه وزارت لخوا د سلواغې په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نړیواله جایزه نن د هندوستان په پلازمېنه نوي ډیلي کې د هندوستان د کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) لخوا په جوړ شویو مراسمو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر میرمن سوشما سوراج لخوا ورکړل شوه.

سرچینې زیاته کړې، چې دا جایزه د شاوخوا لس زرو افغان فارغانو او شاوخوا ١٦٣ هیوادونو له ډلې عبدالرحیمزي ته ورکړل شوه، چې ددې شورا له بورسونو په استفادې یې په هند کې لوړې زده کړې کړې دي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ددې بورسونو د افغان فارغانو له ډلې یوازنی افغان دی، چې دا جایزه ورته د هند د بهرنیو چارو د وزیرې اغلې سوشما سوارج لخوا ورکړل شوه.

یاده جایزه هر کال د مختلفو هیوادونو د کاندیوانو په ګډون تر ټولو وړ کس ته، چې تر زده کړو وروسته یې ښې کړنې او پرمختګ کړی وي ورکول کېږي. 

عبدالرحیمزي  یادې غونډې ته په وینا کې له ټولو هغو مرستو مننه وکړه، چې هند افغانستان سره د لوړو زده کړو په ډګر کې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې یاده نړیواله جایزه د هغو زرګونو افغان ځوانانو جایزه ده، چې له خپلو کورنیو او هیواده لرې یې په سختو ستونزو کې په هند کې زده کړې کړي او دا مهال غواړي ددې زده کړو پر مټ خپل هیواد په مثبت ډول د سیالانو سیال کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د مبارکۍ او د تحصیل او زده کړې د اهمیت د یادولو تر څنګ زیاته کړه چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول تحصیلی پروګرامونه د هیوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځی.   

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement