ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترضو نوماندانو یو ځل بیا د کابل د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه

معترضو نوماندانو یو ځل بیا د کابل د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه

author avatar
28 Jan 2019 - 19:28
معترضو نوماندانو یو ځل بیا د کابل د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه
author avatar
28 Jan 2019 - 19:28

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۷): یو شمېر نوماندانو د کابل حوزې د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه او پر دې موضوع د خبرو لپاره یې د ولسمشر دویم مرستیال او د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسانو ته د مناظرې بلنه ورکړه.

د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. کمېسیون له درې میاشتني ځنډ وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د کابل د نوماندانو اتحادیې نن د خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل، چا چې په ټاکنو کې درغلۍ کړې، باید محاکمه شي.

له کابله ولسي جرګې ته نوماند عبیدالله بارکزي د دې په روښانولو چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې عدالت نه دی شوی او د خلکو حقونه تر پښو لاندې شوي، وویل، د کابل ټولې رایې باید لغوه اعلان شي.

نوموړي پر ولسمشر نیوکه وکړه او ویې ویل، ولسمشر تل له فساد سره پر مبارزه ټینګار کوي، خو اوس ولې د فساد، درغلۍ، بې عدالتۍ او ټاکنیزو جرمونو په اړه چوپ پاتې دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی او معترض نوماند محمد داوود کلکاني وویل: ((د خلکو د رایو او حقونو څخه د دفاع او د درغليو کوونکو پر وړاندې د درېدو په خاطر راټول شوي یو څو دوی ته دا سبق ورکړو چې خلک د جعل کارانو، درغلۍ کوونکو او سرغړوونکو په مقابل کې درېږي.))

بل معترض نوماند مولوي عطاءالله فیضاني وویل: ((د درغلي کوونکو، جعل کارانو، ټاکنیزو جرمونو د افشا او حق حقدار ته د سپارلو لپاره د ولسمشر مرستیال او د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسانو ته د مناظرې بلنه ورکوو څو خلکو ته ځواب ووايي.))

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبېح الله سادات تېره اونۍ د معترضو نوماندانو د ادعا په اړه پژواک ته ویلي وو، که معترض نوماندان په ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو اسناد او شواهد ولري، کولای شي هغه له ټاکنیزو کمېسیونونو او په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره شریک کړي.

هغه د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو له خوا د ځانګړو نوماندانو د بریاليتوب لپاره د رشوت اخیستل رد کړل او ویلي یې دي، که معترض نوماندان په دې اړه هم اسناد لري، کولای شي له عدلي او قضايي ارګانونو سره یې شریک کړي څو له هغو کسان سره چې دا ډول عمل یې کړی، قانوني چلند وشي.

نوموړي دغه راز وویل، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې شفافیت ساتلی او هغه نوماندان یې لازمې رایې یې نه دي ترلاسه کړې، باید کمېسیون او خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني وايي چې د کابل د ټاکنو د لومړنیو رایو په اړه یې له زرو ډېر شکایتونه ثبت کړي او په جدي توګه ورته رسېدنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.