کندوز(پژواک، ٨ سلواغه ٩٧): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي او په مشرانو جرګه کې د دغه ولايت استازي وايي چې په دې وروستيو کې کندوز کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې او طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي دي.
د کندوز اوسېدونکو، په مشرانو جرګه او ولايتي شورا کې د دغه ولايت استازو د سلواغې په اتمه کندوز کې د وروستيو نا امنيو په اړه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې دمشرانو جرګې غړي عبدالله قرلق وويل چې د امنيتي مسوولينو د نه پاملرنې له امله کندوز کې د نا امنۍ لمن پراخه شوې ده.
ده زياته کړه: ((د ښار په منځ کې امنيتي وضعيت خراب دى، د ښار په دوه کيلومترۍ کې طالبان پراته دي،دا هرڅه د مسوولينو د نه پاملرنې له امله رامنځته کېږي.))
د نوموړي په وينا، که د کندوز امنيت ته جدي پاملرنه ونه شي، يو ځل بيا به دغه ولايت له سقوط سره مخ شي.
دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت د سيمه ييزو چارواکو له توانه پورته خبره ده، بايد له کابل څخه يې د امنيت د ټينګښت لپاره اقدام وشي.
هغه وويل:((امنيتي مسوولين بى کفايته دي، زه حکومتي مشرانو ته وايم که امنيت تامين نه کړي، وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او ټول خلک د فرار په حالت کې دي.))
دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي نورالدين وويل چې هره ورځ د وسله والو غلاو ترڅنګ، وژنې، تښتونې او نور جنايي جرمونه ترسره کېږي، خو څوک يې مخنيوى نه کوي.
هغه وايي: ((وضعيت بېخي خراب دى، امنيتي مسوولين ويده دي، طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي دي.))
همدارنګه د کندوز ښار بل اوسېدونکي بشيراحمد پژواک ته وويل چې نا امنيو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ده زياته کړه: ((موږ خپله لار ورکه کړې، حيران پاتې يو، چې څه وکړو، هره ورځ وژنې او اختطافونه دي.))
د کندوز يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن