ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لاجوردو لاره افغانستان ديوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي

د لاجوردو لاره افغانستان ديوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي

author avatar
29 Jan 2019 - 16:01
د لاجوردو لاره افغانستان ديوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي
author avatar
29 Jan 2019 - 16:01

مزار شريف ( پژواک، ۹سلواغه ۹۷) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د لارجورد لارې د اهميت په تړاو علمي او څېړنيز کنفرانس جوړ شو.

ياد کنفرانس د سلواغې په ۹مه، بلخ پوهنتون کې جوړ شوی و او وينا والو يې وويل، چې په دې سره به افغانستان له اقتصادي انحصاره خلاص شي او له نورو اروپايي هېوادونو سره به وتړل شي.

د بلخ د صنعت او تجارت خونې مسوولين هم وايي چې د لاجورد له لارې به افغانستا ګاونډيو او اروپايي هېوادونو ته خپل سوداګريز توکي په لږ وخت کې ولېږدوي.

د بلخ پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواک پژواک ته وويل، چې د لاجوردو لار به افغانستان په اقتصادي برخه کې د يوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي او له نوې نړۍ سره به نښلول کېږي.

نوموړی زياتوي، چې افغانستان کولی شي له دې لارې له اروپايي هېوادونو سره سوادګريزې راکړې ورکړې وکړي، چې په وينا يې په دې سره به د افغان تجارانو ستونزې هم حل شي .

هغه زياته کړه: (( د لاجوردو لار نه يواځې په اقتصادي بلکې د افغانستان په امنيتي او نورو سکتوري برخو کې هم مرسته کولی شي)).

نوموړي همدا راز وويل، چې حکومت بايد د هغو وړو ستونزو د حل لپاره هم لازمې هڅې وکړي، چې د تجارتي قوانينو په برخه کې موجودې دي.

د بلخ پوهنتون  نشراتي امر، سيد اسماعيل عمران  هم له پژواک سره خبرو کې وويل، چې د لاجوردو لار کولی شي د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ په فرهنګي اړيکو هم مثبت اغېز ولري او افغانستان به له ګاونډيو هېوادونو سره وصل کړي .

هغه زياته کړه، افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی او له نړۍ سره د اړيکو پراخېدل به يې پر اقتصادي وضعيت مثبت اغېز  وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.