د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

برېښنا شرکت د ١٥ پروژو تړونونه لاسليک کړل

برېښنا شرکت د ١٥ پروژو تړونونه لاسليک کړل

Jan 29, 2019 - 18:23

کابل(پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): د افغانستان برېښنا شرکت د برښنا رسولو چوپړ د ګړندي کولو په موخه د څه باندې ١٢ ميليون ډالرو او نږدې ٥٠٠ ميليون افغانيو په ارزښت د ١٥ پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرايیوي ريیس انجنیر امان الله غالب د تړونونو د لاسيلک په اړه جوړه شوې ناسته کې وويل چې د دغه شرکت د ١٣٩٨ کال د يادو پروژو تړونونه د برېښنا شرکت له همکارو شرکتونو سره لاسيلک شول.

د ياد شرکت د معلوماتو له مخې، د شبرغان- دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لېږدوونکي برېښنا مزي، د شبرغان- اندخوی د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي، د دوشي- بامیان د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي برابرول، په بامیانو او دوشي کې د برېښنا کوټونو جوړول، د باميانو د توزيعي شبکې له پلي کېدو څارنه او د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د ژوند چاپيریال او ټولنیزو اغېزو مشورتي خدمتونه له يادو پروژو څخه په دوو کې شامل دي. 

دغه راز ياده سرچينه وايي، چې د نږدې ٤٨٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د ننګرهار د حصار شاهي د ۴۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ د دستګاه د احاطې دیوال جوړول، د نورستان برېښنا د اداري تعمیر جوړول، د بامیانو برېښنا امریت د اداري تعمیر جوړول، د میدان ښار برېښنا امریت د هنګر د ودانۍ او د احاطې دیوال جوړول، د کابل د سروبي برېښنا مدیریت ته د سوچبوردونو، کېبلونو، ترانسفارمرونو او نورو متفرقه توکو چمتو کول او د ننګرهار، پروان او کندهار برېښنا حوزو توربینونو ته د اړتیا وړ تېلو برابرول د پاتې ١٣ نورو پروژو برخه ده.

همدارنګه سرچينه زياتوي چې هرات کې د افغان – هند د دوستۍ بند د ۵۵۰۰۰ لیتر ډیزلو برابرول، په میربچه کوټ ولسوالۍ کې ۱۵ ترانسفارمرونو سب ستیشنونو ته د ۷۷۵ فلزي پایو د تولید لپاره د ۷ قلمه خامو توکو برابرول، کابل برېښنا لپاره د ترانسفارمرونو، کانکریټي او فلزي پايو، وچو سوچونو، او کېبلونو او متفرقه تجهیزاتو برابرول، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د خوشګبند سیمې لپاره د اړتیا وړ ۱۲ متره او ۹ متره پایو برابول، د مرکز په شمول د افغانستان برېښنا شرکت د پېرېدونکو د خدمتونو په ټولو څانګو کې د امنیتي کامرو نصبول او د کابل د تره خېلو حرارتي دستګاه لپاره د پنځه عشاريه شپږ ميليون ليترو د ځانګړي (L062) ډول ډیزلو برابرول، هم د يادو ١٣ پروژو برخه ده.

په نننۍ ناسته کې د برېښنا رسونې په برخه کې هغو کورنیو او بهرنیو همکارانو ته چې د انرژۍ په سکتور کې یې هلې ځلې کړي، د برېښنا رسونې لویې پروژې یې تمویل کړي او د برېښنا شرکت د بودجې په لګښت کې یې رول لوبولی، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement